کابل دارالامان سیمه کې سرتیري بریدونه روان دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۳) زرغون خوږیاڼی

کابل دارالامان سیمه کې د امریکايي پوهنتون ته څیرمه د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې سرتیرو بریدګرو په کابل کې پر امریکايي پوهنتون ډله اییز برید کړی، لومړی یو سرتیري بریدګر انفجاري موادو ته چاودنه ورکړې ده، چې وروسته نورو سرتیرو په افغان ـ امریکايي پوهنتون کې پر امریکايي استادانو ډزې کړي، چې اوس د افغان ځواکونو سره په مقاومت بوخت دي.

چارواکي وايي، چې سیمې ته د چټک غبرګون قطعه رسیدلې ده، په سیمه کې د امبولانسونو غږونه هم اوریدل شوي دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

عیني شاهدانو ویلي دي، چې د برید هدف امریکايي پوهنتون دی، استادان او محصلین یې د ځان ژغورلو هڅه کوي.

په پوهنتون کې موجود محصلینو له رسنیو سره اړیکې نیولي او د مرستې غوښتنې یې کړي دي، ویل کیږي چې په برید کې یو شمیر محصلین هم وژل شوي دي او ځینې یې ټپیان دي.

د یادونې وړ ده، چې د اګست په ۸ نیټه د دغه پوهنتون دوه خارجي استادان هم نامعلومو وسله والو وتښتول، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

تر اوسه پورې کومې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلی

پوره جزئيات وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button