
مزارشریف: د ولسي جرګی غړی له چاودنې روغ وتلی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۴) زرغون خوږیاڼی
د بلخ ولایت د ولسي جرګې غړی اسدالله شریفي د خلم ولسوالۍ څخه د مزارشریف ښار پر لور روان و، چې پر موټر یې ماین چاودنه وشوه.
سرچینو ویلي، چاودنه د خلم ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال شوی، چې د ولسي جرګی غړی اسدالله شریفي له خپلو ساتونکو سره د مزارشریف ښار پر لور روان و.
ځايي امنیتي سرچینو پيښه تائيد کړی او ویلي يې دي، چې شریفي له چاودنې روغ وتلی او کوم زیان نه دی وررسیدلی.
ویل کیږي، چې په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
له سیمې څخه عیني شاهد وايي، چې له چاودنې وروسته د شریفي ساتونکو د ورخطايې ډزې وکړې، چې شاید ملکي وګړي په ډزو کې وژل شوي وي.
طالبانو تر اوسه د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي؛ دوی وايي، چې د ملکي وګړو وژنه او عام المنفعه سیمو تخریب د سیمې د استخباراتو کار دی.



