
ننګرهار: طالبانو تیره شپه حصارک ولسوالۍ کې پر کومکي قوه برید کړی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۴) زرغون خوږیاڼی
طالبانو ویلي، چې په برید کې یې ۲۱ تنه کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره شوی خبر پاڼه کې ویلي، چې وړمه شپه ۱ بجه طالب ځواکونو د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د کمانډويي عسکرو په وروستي مرکز برید وکړ، چې په کې له سپکو او درندو وسلو کار واخیستل شو.
طالب ویاند وايي، چې برید ۳ ساعته دوام وکړ، په پایله کې د کمانډو عسکرو ۸ تنه ووژل شول او ۱۳ نور مرګوني ټپيان شول.
ویاند زیاتوي، چې په دغه مرکز کې له ولسوالۍ څخه تښتیدلي عسکر، پولیس او اربکیان او همدارنګه هغه سپیشل فورس عسکر، چي د ولایت له مرکز څخه د کومک په موخه راغلي، له تیرو څوورځوراهیسي دمجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي دی.
په خبرکې ویل شوي د مورال بایللي دښمن دغه وروستۍ پاتي ځاله لاهم دمجاهدینو ترکلکي محاصرې اوبریدونولاندي ده.
مجاهد ویلي، چې په دغه نښته کې ۳ طالبان هم وژل شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وایي، چې په دغه نښته کې ۳۰ طالب جنګیالي وژلي دي.
مشرقي وال وايي، وسله والو غوښتل په حصارک ولسوالۍ ډله اییز برید وکړي، چې موخې ته له رسیدو وړاندې له مقاومت سره مخ شول، ده زیاته کړه، په وسله والو هوایي بریدونه هم شوي، چې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دده په وینا عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.



