
افغان چارواکي وايي چې د سپين بولدک،چمن لار به نن پرانستل شي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۴) الماس خدرخېل
د تېرې پنج شنبې په ورځ افغان دوستي دروازې ته څېرمه يو شمېر لاريونکونکو د پاکستان د بيرغ سوزولو وروسته نوموړې دروازه پاکستاني ځواکونو وتړله.
ويل کېږي، چې د هماغې ورځې راهيسې يې څو ځلې د دواړو لوريو تر منځ خبرې شوي، خو تر اوسه دا لاره نه ده پرانيستل شوې.
په پاکستان کې افغان سفير وايي: چې د پاکستان چارواکو سره يې ليدلي دي او هيله مند دی چې افغان دوستي دروازه به نن پرانستل شي.
له افغان چارواکو سره په ليدنه کې پاکستاني لوري ډېر شرطونه ايښي و، هغوی ويلي و، چې له دې وروسته به په سيمه کې د پاکستان بيرغ نه سوزول کېږي او افغان حکومت دې له پاکستان نه رسمي بښنه وغواړي او په کندهار کې نيول شوي پاکستاني بنديان دې راخوشې شي.
بل پلو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنيو ته ويلي: د ولایت مقام په دې اړه کوښښ وکړ څو د بهرنیو چارو د ریاست له لارې دغه ستونزه حل کړي. هیله من یم چې نن ورځ تر پایه به په خیر دغه دروازه خلاصه شي.
نوموړی وايي، چې د دوستۍ دروازې د بندېدو سره افغان سوداګرو ته خورا مالي زيانونه اوښتي، دی وايي چې د ستونزې د حل لپاره يې ياده ستونزه د بهرنيو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغان سفير سره شريکه کړې ده.



