
افغان امریکايي پوهنتون برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۴) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ په کابل کې سرتیرو بریدګرو په افغان امریکايي پوهنتون برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د محصلینو او استادانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او ۴۵ تنه نور ټپیان شول.
د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد رسنیو ته وویل، چې په دغه بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي دي، په وژل شوو کې ۷ محصلین، ۳ پوليس، د پوهنتون ۲ ساتونکي او د ودانۍ يو ساتونکی شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وويل، چې په ټپیانو کې ۷ پولیس او ۳۷ محصلین او استادان شامل دي، ویل کیږي د ۳ تنو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
ځايي پولیسو ویلي، چې دوه بریدګرو نږدې ۹ ساعته دوامداره جګړه، چې د شپې په درې نیمو بجو شاوخوا یې دواړه بریدګر وژلي دي.
تر اوسه پورې د یاد برید پړه چا نه ده منلې؛ خو د امریکا دغې پوهنتون ته ځينې خلک د عیسویت د تبلیغ او د همجنسبازۍ اډې نوم ورکوي.



