
هرات ولایت کې د ولسي جرګی پر غړي وسله وال برید شوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۴) زرغون خوږیاڼی
په ولسي جرګه کې د باد غیس ولایت استازي سید موسی جناب باندې په هرات ولایت کې وسله وال برید شوی.
ځايي پولیسو رسینو ته ویلي، چې سید موسی جناب په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی، د بریدګر په اړه پلټنې روانې دي.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول رفیق شیرزي بي بي سي ته وویل، ښاغلی جناب په خیټه په مرمۍ لګېدلی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی
ویل کیږي، چې سید موسی په بادغیس ولایت کې شخصي ملیشه هم لري او د سیمې یو زورواکی بلل کیږي.



