
د ايران سمندري ځواکونو د امريکايي جنګي بېړۍ مخه نيولې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۴) الماس خدرخېل
د امريکا سمندري ځواکونو ويلي، چې ايراني کښتيو د دوي د جنګي بېړۍ مخه نيولې، هغوی وايي چې د ايران کښتۍ په ناخوندي ډول د دوی د جنګي بېړيو طرف ته ورنږدې شوي.
د امريکا د دفاع وزارت چارواکو ويلي، چې ياده پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې کله د دوی جنګي بيړيو (يواسنېتز) د هرمز په سمندرګي کې سفر کاوه.
د فرانسې خبري اژانس له قوله، چې څلورو ايراني کوچنيو کښتو د امريکايي جنګي بيړۍ مخه نيولې.
د اميرالبحر جان ريچرډسن په وينا چې يادې ايراني کښتۍ په ډېر تيز سرعت سره د امريکايي بيړيو پر لور وروانې وې، دی وايي چې د امريکايي بيړيو خواته ۲۷۴ متره رانږدې شوې وې.
د اژانس له قوله چې امريکايي جنګي بيړيو ايراني کښتيو ته فشنګان خوشې کړل څو له ايراني کښتيو سره اړيکه ونيسي خو کومه نتيجه يې ورنکړه.
ريچرډسن ويلي چې امريکايي جنګي بيړۍ د (يواس اس مېسن) له لوري بدګه کېده، خو نوموړي دا نه دي ويلي، چې امريکايي بيړۍ په هرمز تنګي کې څه کول.
د يادونې ده، چې تیر کال دواړه هیوادونه د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوې هوکړې ته ورسیدل، خو پر دې سربیره ترمنځ يې ترینگلتیا پر ډیریدو ده.



