
غورځې ـ پرځې
جواد څارگر
سلطان اکا په درواغو کې دکلي نامي سړی و، داسې باټې به یې ویشتلې چې خلک به یې حق حیران کړل
دکلي ځوانانو به چې دساعت تېرۍ څه ونه موندل، په گډه به روان شول او په سلطان اکا به یې بنډار گرم کړ
سلطان اکا به درواغو ته داسې ښاخۍ ورلاندې کړه چې پوښتنه یې مکړه
یوه ورځ یې کیسه کوله؛ زه چې له عسکرۍ راوگرځېدم ظاهرشاهي چپه شوه، سردار داود واک ونیو او بیا له هغه وروسته انقلاب شو، سره کافر په وطن راغلل او افغانانو جهاد شروع کړ
وایي یوه ورځ مې دکلي کوز سر ته په پرته دښته کې گډې ـ بزې پوولې چې جیټ طیارې دبمبارد لپاره راغلې، پر کلي یې یوه دوره وکړه، چې بیا راتاو شوې ما منډه واخیسته او په یوه وړه سوړه مې مازې سر دننه کړ، دپیلوټ راته پام شو، دعسکرۍ ددورې ملگری مې و ویې پېژندم او را غږ یې کړ
هلکه سلطانه دا ….. دې هم درپټه کړه چې موږ بمبار کوو.
تېره ورځ امریکایانو اعلان وکړ چې په روانه جگړه کې به دطالبانو پر ضد بیا ځل له B52 ډوله الوتکو استفاده وکړي، ورسره جوخت یې وویل چې دهلمند جگړې ته به تازه دمي امریکایي عسکر هم واستوي.
امریکایان غواړي روانه تونده جگړه په غورځو ـ پرځو مهار کړي، طالبان ووېروي او خپلو عسکرو او اجیرانو ته روحیه ورکړي
مگر اوس ټول ولس پوهېدلای چې امریکایي اعلامیې دسلطان اکا غورځې ـ پرځې دي، هسې خپل ساعت په تېروي
روانه جگړه دکوم کمزور پر خلاف نده پیل شوې، بلکې دنړۍ دزبر ځواک پر خلاف دیو کمزوري مگر د ایمان پر قوت دسنبال ولس بغاوت دی، دې ولس چې دغه بغاوت پیلوو هغه مهال دوه پنځوس ډوله الوتکې په خپل ټول قوت لگیا وې بمبارونه یې کول، ورسره جوخت کروز ورېدل، کلیسټر بمونه بادېدل، په ډېزې کټر بمونو دوطن اباد کورونه په کنډوالو اوښتل خو ددې ولس له ککرۍ یې دبغاوت نشه ونشوه ویستلای او دنړۍ دښکرورو سره ښکر په ښکر شول
امریکایانو ته دې جوَته وي چې جگړه په غورځو ـ پرځو نه گټل کېږي، هغه چې تا پرې دتبلیغاتو پر مټ دډار پېریان کښېنولي ول، هغه پېریان ترې اوس طالب پاڅوَلي او ارتې تڼۍ ستا دپرمختللې ټیکنالوژۍ مخې ته ولاړ دي
دې ولس دطالب په څېر قهرمان رهبر وموند، هغه طالب چې ستا غرور یې مات کړ، هسکه ټنډه یې درته پر خاورو خړه او سپېره کړه، پرمختللې ټیکنالوژي یې درته تڼۍ ـ تڼۍ د افغانستان په دښتو او میرو کې پړمخې نسکوره کړه او مجهز عسکر یې درته شل ـ شوټ او په رواني ناروغیو اخته کړل
امریکایان باید پوه شي چې پر خلاف کوم اجیر نه، بلکې مېړنی طالب دغزا امام دی او د ولس ورپسې قیام دی، نور یې غورځې ـ پرځې انتن نه ورکوي، قوي ټیکنالوژي یې دقوي ایمان مقابله کې تش ټیمان دي، نه پرې ایمانداره خلک وېرولای شي او نه ترې وېره لري.
نه یې ډرون دطالب حوصله ماتولای شي نه دوه پنځوس ډوله، نه یې غلامان مخ ته تم کېدلای شي نه دغرب حرمونې پوځیان
څومره چې امریکایان بیا ځل دغزا میدان ته راگډیږي، هومره دځوانانو جذبات زیاتېږي او تورې یې تېزې څرخي
له ډېرو مې واورېدل او ډېر مې ولیدل چې د امریکایانو پر بیا ځل اعلامیو یې دشکرانې سجدې اداء کړې او په نوو ولولو غزا ته تیار شول
باوري یم دخدای په نصرت او دمېړنیو طالبانو پر مټ چې دا ځل به دهلمند او کندز اتلان امریکایي غرور داسې مات کړي چې له امله به یې امریکایان دتل لپاره له افغانستانه پښې سپکې او دتاریخ پاڼو کې به یې تورمخونه درا روان نسل لپاره یادگاري ثبت شي ان شاءالله العزیز.



