افغانستان ته د چین ریل ګاډي لومړنی سفر پيل کړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۴) زرغون خوږیاڼی
نن د چین او افغانستان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ رسمي پرانیستل شوه، چې ریل ګاډی د چین له نانتونګ ښار څخه د افغانستان په لور وخوځيد.
په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي چې د یادې پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د ورېښمو له تاریخي لارې وروسته دا لومړی ځل دی چې د چین او افغانستان تر منځ ورته یوه مستقیمه لار پرانیستل کېږي.
د رېل ګاډي یاده کرښه د چین له جیانګسو ولایت له هایمن ښاره پیل کېږي، چې د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان له حیرتان بندر سره وصل کېږي.
ویل کیږي، چې دا له چین څخه افغانستان ته لومړنی باري رېلګاډی دی چې د قزاقستان او ازبکستان له خاورو څخه تر تېرېدو وروسته به په ۱۵ ورځو کې د افغانستان خاورې ته ورسېږي.
چینايي اورګاډی به د افغانستان په حیرتان بندر کې مال کښته کړي.
اوسمهال افغانستان له حیرتان بندر څخه تر مزارشریف ښار پوري ۷۵ کیلومتره پټلۍ لري؛ حکومت په پام کې لري چې د اورګاډي پټلۍ نورو سیمو ته هم وغځوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چین به په افغانستان کې تر ټولو لویه پانګونه وکړي او ددې لارې له پرانستلو وروسته به د افغان ـ چین سواداګریزې اړیکې نورې هم زیاتې شي.



