هند: یو سړي د خپلې میرمنې جسد ۱۲کیلو متره پر اوږو وړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۵) زرغون خوږیاڼی

هند کې یو بیوزله سړي د خپلې میرمنې جسد ۱۲ کیلومتره پر اوږو وړی.

د داناماجي په نوم سړي  ۴۲ کلنه میرمن چې په یو سیمه اییز روغتون کې وفات شوې وه، چې روغتون د امبولانس ورکولو نه ډډه کړې وه، مجبور شو چې د خپلې میرمنې مړی په اوږو انتقال کړي.

دانا ماجي نومي دغه سړي ۴۲ کلنه مېرمن امنګ د نري رنځ له کبله د اړیسې ایالت بهواني پټنه سیمه ییز روغتون کې مړه شوې وه.

 نوموړی وايي د چهارشنبې په ګهیځ یې له خپلې ۱۲ کلنې لور چولا سره یو ځای د مېرمنې مړی پر اوږې بار کړ او میلګر نومي کلي کې یې د وروستیو مراسمو لپاره لېږداوه.

د دانا ماجي نومي دغه سړي ۴۲ کلنه مېرمن امنګ د نري رنځ له کبله د اړیسې ایالت بهواني پټنه سیمه ییز روغتون کې مړه شوې وه.

دانا ماجي یو سیمه اییز تلویزیون ته ویلي، چې کلی یې له روغتونه ۶۰ کیلومتره لرې و او د ګاډي کرایه کولو لپاره یې پیسې نه درلودې.

دانا ماجي ویلي: ”ما بیا بیا په روغتون کې د مړي لېږدولو لپاره د امبولانس غوښتنه کوله، بیوزله سړی یم، د شخصي ګاډي پېسې مې نه درلودې، پرته له دې چې مړی پر اوږه بار کړم، بله لاره مې نه درلوده”.

ددې خبر د خپرېدلو سره سم د هند په ټولنيزو رسنيو كې د زرګونو كسانو توند غبرګون هم راپارېدلى او خلک یې ددې بیوزله سړي په اړه حیران کړي دي.

نوموړي بیوزله سړي خپله میرمن ۱۲ کیلو متره پر اوږو وړې وه، چې وروسته کلیوال ورغلل او امبولانس یې راغوښت.

د بهواني پټنه روغتون چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي، دوی وايي، چې داناماجي د خپلې میرمنې مړی د روغتون د چارواکو له خبرولو پرته وړی دی.

هندي حکومت له روغتونونو نه تر کورونو پورې د بې وزله کسانو د مړو لېږدولو قانون دتیرې فبروري میاشت کې منظور کړی دی.

 ویل کېږي، چې ځايي بیوزله خلکو تېرو شپږو میاشتو کې له شپږو ډېر مړي پر بایسکلونو، کراچیو او لرګینو کټونو کې لرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button