محصلیـــن

عبدالناصر جهادمل

پوهنتون نه چي فارِغه محـصــلین شول

کارکونکي په ښارو کي د واکســین شول

چي یې شپـه او ورځ ګاللي تکلیــــــفونه

اوس اخته په کار او بار د ایسکریم شول

بې تعلیمه مشران شوه په شعــــبو کښـي

سواد داره د شعبـــــو ملازمیــــن شــــول

چي د طِب او شریعت څــخه فارغ شول

نــــن مکتب کښي د تهذیب معلمین شول

د کوښـــښ او هلو ځـــلو پایــــله دا شوه

اوس خواران د مرستون محافظین شول

ډیر افسوس د محـصلینو په دې حال شي

چي وړیا د ښاروالي ستـــر خادمـین شول

جهادمل یې همــــیشه په درد شیریک  یم

هغه ټول چي پر کورو نـن فارغــین شول

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button