په بلجيم کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۵) الماس خدرخېل

تېره شپه ناوخته د بلجيم هېواد د سپورت په يو تالار کې چاودنه شوې، چې له امله يې د تالار يوه برخه نړېدلې.

د بلجيم رسنيو ويلي، چې ياده چاودنه د نوموړي هېواد په چيمای ښار کې په يوه تالار کې رامنځته شوې.

په خبر کې ويل شوي، چې په پېښه کې تر دې دمه د يو تن مړی موندل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

ځايي خلکو د بلجيم رسنيو ته ويلي، چې د چاودنې له امله د سپورت تالار يوه برخه نړېدلې او ګمان کېږي چې ځينې کسان ورلاندې وي.

د پېښې ځای ته پوليس او د ژغورنې ډله وررسېدلې او د ژغورلو چارې يې پيل کړي.

تردې دمه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې او لا هم د چاودنې لامل څرګند شوی نه دی.

د يادونې ده، چې په وروستيو کې په اروپايي هيوادونو کې دغه ډول پېښې زياتې شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button