(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۶) زرغون خوږیاڼی
د پکتیا ولایت د والي ویاند نقیب احمد اتل پژواک خبري اژانس ته ویلي دي، چې د جاني خیلو ولسوالۍ تېره شپه تر سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده؛ خو امنیتي ځواکونه یې دبیرته نیولو هڅې کوي.
اتل وايی، چې د ولسوالۍ پولیس، ولسوال او نور کارکوونکي د څمکنیو ولسوالۍ ته شا تګ کړی دی.
نقیب احمد اتل وايي، چې په دې جګړه کې ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، دی وايي، تر اوسه د ۵۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر رار رسیدلی دی.
د پکتیا ولایتي شورا غړي جنت خان څمکني رسینو ته ویلي، چې جاني خېلو ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د لوړايي په غرنۍ سيمه کې طالبانو په ماينونو فرش کړې او امنيتي ځواکونه مخته نشي تلل، د ده په وينا که حکومت هوايي ځواک سیمې ته ونه لیږي د څمکنيو ولسوالي هم د سقوط له خطر سره مخ ده.
د جاني خیلو ولسوال عبدالرحمن سوله مل د ولسوالۍ د سقوط پړه پر مرکزي حکومت وراچوي، ده ویلي چې مرکزي حکومت یې د ولسوالۍ د سقوط په اړه خبر کړی و، چې نوره کومکي قوه ورولیږي؛ خو په اړه یې چا هم غور ونکړو.
همدارنګه د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل د جاني خیلو ولسوالۍ د طالبانو لاسته غورځيدل تائيدوي او وايي، چې په جګړه کې ۵۰ پولیسو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړه، چې تر ۲۰۰ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې په دې جګړه کې یې ۴۸ پولیس وژلي دي.
دوی وايي، چې په یاده جګړه کې یې ۱۵ ټانګونه، ۱۶ رینجرې او یو شمیر وسلې یې هم نیولي دي.
طالب ویاند وايي، په یاده جګړه کې یې ۴ ملګري وژل شوي او ۶ نور ټپان دي.


















