(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۶) الماس خدرخېل
پاکستاني چارواکو وروسته له هغې د ايم کيو ام ګونډ ۲۱۸ ساحوي دفترونه وتړل، چې د ياد ګوند مشر الطاف حسين خپلو پلويانو ته په کراچۍ کې د پاکستان ضد وينا واوروله.
د پاکستاني رسنيو د خبر له مخې، چې د پنج شنبې په ورځ پوليسو د ايم کيو ام ۷ دفترونه ونړول او د جمعې په ورځ يې په ګلستان جوهر، نيو ټاون، کارادر او رېلوې کالونۍ کې ۵ نور دفترونه هم نړولي.
د پوليسو په وينا، چې ام کيو ام ګوند ۱۸۷ څانګې او ۲۲ دفترونه په غصب شوو ځمکو کې جوړ کړي، چې له دې جملې يې د ۳۲ دفترونو نړولو امر شوی.
پوليس وايي، چې ياد ګوند د ګلشن اقبار، ګلستان جوهر، فيروز اباد، نيو ټاون، پي آى بي، سولجر بازار او بريګيډ سيمو كې ځينې ښوونځي، پاركونه او يو شمېر نور عامه ځايونه په خپلو دفترونو بدل كړي، چې ډېر ژر به له منځه يوړل شي.
د يادونې ده، چې د پاکستان حکومت دا اقدامات په داسې حال کې کوي، چې تېره اونۍ د ام کيو ام ګوند مشر الطاف حسین خپلو پلویانو ته په وینا کې وويل: پاکستان د ټولې دنیا لپاره یو ناسور دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی، ده د پاکستان په پوځ هم نیوکې وکړې چې د ګوند غړي په پټه تښتوي او بیا وژني.
د ایم کیو ایم ګوند په پاکستان کې په میلیونو پلویان لري او ډير یې د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې میشت دي.


















