کوېټه: د چاپې پر مهال ۱۰۰ زده کوونکي نیول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۸) زرغون خوږیاڼی
پاکستاني پولیسو د کوېټې ښار په بوسا منډيي سیمه کې په یوې مدرسې د چاپې پر مهال ۱۰۰ افغان زده کوونکي نیولي دي.
د ایالتي حکومت ویاند انوارالحق کاکړ ویلي دي، چې نیول شوي کسانو په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه درلودل، نو ځکه یې د چاپې پر مهال نیولي دي.
ده ویلي، چې نیول شوي کسان په سیمه کې د پولیسو مرکزونو ته لیږدول شوي او تحقیقات ترې روان دي.
ویل کیږي، چې پولیسو د مدرسې ځینې مشکوک کتابونه هم له ځانه سره وړي دي او مدرسه يې تړلې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په دغه هیواد کې د افغانان کډوالو پر ضد سخت دریځ غوره کړی دی، چې تر ټولو یې اوسمهال په بلوچستان ایالت کې افغان کډوال په بد حالت کې دي.



