د غیرت زړه/ جهادمل

جهادمل

اوس مي هم د امتحان مــــیدان ته غواړي

خبر نه دي چي تاریخ مې څومره دنګ دی

 

زما د توري مړي دومــــره بې حـــساب دي

هر  میدان مې د دښـمن په ویـنو رنــګ دی

 

کارنامې مې سرکـــښان له جوشـــــه باسـي

چـې ګټـلی مې همیش میـدان د ننــــګ دی

 

د ګورګین او مګــناټن بر خلــیک خـپل کړي

چې راکړی یې دعـــوت ماتـه د جــــنګ دی

 

دې هیواد کــښي مـیړني دومـره غوڅـه دي

چې لوېدلی یې دښـــــمن نن د ګړنــګ دی

 

شازلمي توره په لاس ســــــــنګر ته درومي

وخت راغلی پر دښمن بیا د غورځنـګ دی

 

جهـــادمل همــــېش بې زار یم د ها خلــــګو

چا چې ځان ته خوب خوښ کړی دپالنګ دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button