هغه آله چې په ۲۰ منټه کې د اوبو ټول جراثيم له منځه وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۹) الماس خدرخېل

د کيليفورنيا د ټکنالوژۍ ماهرين وايي، د وړوکي ټکټ يا سيم په شان يې د اوبو د جراثيمو ختمولو يوه آله جوړه کړې ده.

ماهرين وايي: چې ګرمه هوا اوبه دهوپ کړي نو په اوبو کې  جراثيم پيدا کېږي او د ډېرو ناروغيو سبب ګرزي.

 دوی زياتوي، چې له دهوپ شوو اوبو نه ياده آله ۹۹ فيصده جراثيم له منځه وړي.

د اسټين فورډ پوهنتون څېړن پوهانو داسې آله ايجاد کړې، چې په ليدلو يوه وړه شيشه مالومېږي، خو په نوموړې آله کې د وړو ذرو په شکل مولبډينم ډای او سلفائيد استعمال شوي دي، چې د ګرمۍ له وجهې په اوبو کې کوم جراثيم جمع شوي وي هغه د ځان طرف ته کشکاګي او د دې په استعمال سره په اوبو کې يو قسم بدلون رازي، د دې بدلون په نتيجه کې په اوبو کې هايډروجن پراکسائيد غوندې مرکبات جوړېږي او د جراثيم  په ختمولو کې مرسته کوي.

دوی وايي، چې دغه مرکبات په جراثيمو حمله کوي او په څو منټو کې ۹۹ فيصده اوبه له جراثيمو پاکېږي.

پوهان زياتوي، چې داسې قسم شيان مخکې هم موجود و، خو هغې شيانو به ۴ فیصده جراثيم په يوه شپه او ورځ کې ختمول چې ډېر وخت به يې نيولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button