عالِم دې څنګه جنازه وکړي ؟

تبصره : صفي الله رائد

ته چې د عالِم په تګلاره روان نه یې ! ته چې د یو عالِم وعظ او نصیحت نه اورې! ته چې د جان کېري او اشرف غني منې او دخپل ملا امام نه، او بلاخره ته چې د یو عالِم په سپکاوی او شهادت پسې لالهانده یې. نو څنګه به دغه عالِم ستا جنازه وکړي؟
څنګه به ستا ملا امام تاته د شهادت لقب درکړي؟
نه هېڅکله هم نه! ستا عالم، ستا ملاامام به وایې چې په ژوند کې دې څوک پېشوا جوړ کړی و، او چاپسې روان وې،لاړ شه اوس دې هماغه خپلې جناز‌ې ته هم راوله .

له څه وخته چې ګران افغانستان دکفري یرغلګرو لخوا اشغال شوی، د ملا، قاري، حافظ، عزت ته دپای ټکی اېښودل شوی. په هر ځای کې یې تر خپله وسه سپکاوی کړی، څوک یې تنګ نظر، څوک یې دهشتګر اوڅوک یې شرپسند بولي. په پلورل شويو رسنیو کې بیا ځینو ګوډاګیانو همدې (دعلماءکراموسپکاوي) ته کار ویلی.

له رسنیو پرته په نظامي ډګر کې هم دوی علماءکرام په کراره ندي پريښي، په عمومي سړکونو او لارو کې یو عالِم دین په ازاده توګه نشي ګرزیدلی، په مدارسو،مساجدو او حتی چې په خپلو کورونو کې ګير کړي،له وهلو او رټلو یې پرته داسې نه پرېږدي ،او په هر رنګ پوچو الفاظو یې ښکنځي.
او ځینې مشهورو علماءکرامو ته د ګوډاګي حکومت لخوا اخطارونه ورکولکېږي،ترڅو ددوی دفاسد او بلواک حکومت ملاتړي شي، اوترې غواړي چې په تقریرونو کې دې د اشغال او دګډ فاسد حکومت د بقا او دوام لپاره ، د قران او احادیثو څخه عام ولس ته دلایل وړاندې کړي، چې دا دیو عالم دین لپاره ډېره لرې او نه منونکې خبره ده چې، اوس دې نو د اشغال او فاسد حکومت لپاره په قران عظیم الشان کې تحریف وکړي او دیرغلګرو دبقا لپاره دې ورته دلایل ولټوي.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت چارواکې وایې چې، دیني علماءکرام باید، د یرغلګرو په ګټه جنګېدونکو ( دفاسد حکومت اوردو ،پولیس،او اربکيانو ) جنازي وکړي او ددوی مرګونه دې شهادتونه یاد کړي. حکومت داغوښتنه په داسې حال کې کوي چې، څو ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې ملا امامانو د طالبانو لخوا وژل شوي داوردو عسکر د جنازې لمونځ څخه انکار کړی وه او ویلي و چې تر دې وروسته به هم د هغه چا جنازه ونه کړي چې داشغال د لا اوږدېدو په ګټه جنګېږي.

نو راشــه ! ای د فاسد حکومت عسکره ، ای د اشغال په نفعه جګړه کونکیه عسکره، لږ خپل ګریوان کې سرښکته کړه! ایا ته پوهېږې چې ته دچا مقابله او مخالفت کونکی یې؟ ایا ته پوهېږې چې ته چاته تنګ نظر او شر پسند وایې؟ ایا ته نه پوهېږې چې،
عالم دین د نبي علیه سلام وارث ده؟
نو ته چې د محمد مصطفی علیه سلام وارث ته درناوی نه لرې! ته چې تر خپل ملا امام ،جان کېري ته ډیر درناوی لرې، نو ملا امام به ستا څنګه جنازه وکړي؟ یو عالِم دین به څنګه تاته شهید ووایې ؟ کوم عالم ته چې ته شرپسند وایې او تنګ نظره یې بولې.

ته خبر یې چې ،څوک عالِم ته تنګ نظر وایې هغه خدای {ج} ته وایې ځکه دملا حکم له قران کریم څخه ووځي. نو ای اربکیه ته وا چې ستا په دغو کړنو به ملا ستا جنازه وکړي؟

نه هېڅکله هم نه.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. د ډيورنډ له کرښې هاخوا (نمک حرامو ) ته وايم

    ليکوال : امين وردګ

    ښه ښه … تاسو اوس زموږ هغو وروڼو ته ((د هندو بچي)) واياست ؛ چې ستاسو ناموسونه يې د شوروي ښکېلاک له يرغل څخه ژغورلي دي ؟

    ستاسو خوراکونه به يوازې دال وو ؛ مګر اوس د همدې مهاجرو له برکته (چولې) هم ورسره خورئ !

    تاسو خپل کړه وړه مخې ته کېږدئ ؛ چې څه مو کړي ، څه مو وکړل او څه کوئ !

    د غرب د تجاوز په مهال همدا تاسو وئ چې د ناټو غلامي مو ومنله او د خپلو وروڼو د تباهۍ د پاره مو ښکېلاک ته لاره ورکړه او ورسره مله شوئ !

    زموږ او تاسو تاريخ پروت دى ؛ زموږ له لوري هغه شرقي قوت : چې په وتنام کې يې امريکې ته غاښونه ورمات کړي وو هم و نه شواى کړاى ؛ چې پر تاسو تعرض وکړي ؛ مګر کله چې پر موږ بيا د غربي ښکېلاک د يرغل وخت شو ؛ نو تاسو (زموږ د دفاع پر ځاى) هر څه ور وبښل او د هغوى ملګري مو خوښه کړه.

    تاسو نمک حرام ياست !

    زموږ له لوري پر تاسو يرغل ته موږ ((سرونه)) نيسو ؛ مګر ستاسو له خوا پر موږ يرغل ته بيا تاسو ((بيخونه!))

    تاسو د پيسو په بدل کې له هر څه تېرېږئ ؛ موږ له سرونو تېرېږو خو له اسلام ، ناموس او خاورې څخه نه !

    غوصه مو راوستله : ځکه له چوکاټه درته ووتم !

    موږ ته خو بلکل د هندو بچيان مه وايئ ؛ ځکه چې موږ افغانان يو ، نسل مو له هندو څخه نه دى اخيستى !

    که پرون همدا افغانان نه واى ؛ ستاسو په کوڅو کې به اوس ډېر ((سور غوږي او شين سترګي)) ګرځېدل ! بس موږ ته دعاګانې کوئ !

    موږ د ببرک ځدراڼ اولاده يو : هغه چې ستاسو وزير يې په خپل دفتر کې درته د ځمکې تل ته کوز کړ !

    موږ افغانان يو (شرق مو په بوتلو مات کړ غرب مو په بوشکو!)

    د دې خبرې ځواب چې ورکوئ ؛ نو ((لانديني)) کاکونه به مو ارو مرو ليک شئ !

    ستاسو ايمانونه خو موږ ته مالوم دي ؛ په ټول 69 کال کې مو د لاډميکالې (کفري قانون) په وړاندې تشه مظاهره هم و نه کړه ؛ بس درباندې حاکم دى او تاسو منلى.

    دې ته مو پام شته که نه !: چې د سند او پنجاب په تناسب ستاسو سوبه سرحد او سوبه بلوچستان خوار دي ؟
    کوڅې مو له کثافاتو ډکې دي ؛ سړکونه مو خام دي ، کليدي کارخانې نه لرئ ، د سړيو په سترګه نه درته ګوري ، تر ټولو مهمه يې لا دا ؛ چې کله له سند او پنجاب نه سوبه سرحد ته ترانزيتي مالونه ننوزي ؛ نو ټکس درنه اخلي هههههه مګر تاسو نه پوهېږئ !

    که خپله خبره وانخلۍ ؛ نو ارمان به وکړئ : ځکه چې د افغانانو ځواب ويل ګران کار دى.

    هو… مخلصو ، مجاهدو او علماوو ته مو سلام کوم ؛ يوازې هغه کسان يادوم چې دا بښونکې نه خبرې کوي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button