قرغيزستان: د چين سفارت مخې ته موټربم بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۹) الماس خدرخېل 

د قرغيزستان رسنيو خبر ورکړی، چې په ياد هېواد کې د چين سفارت تر مخه موټربم بريد شوی.

امنيتي چارواکو ويلي، چې يو کس له بارودو ډک موټر ته هغه وخت چاودنه ورکړه، چې غوښتل يې د چين سفارت ته د ننه شي.

ځايي پوليس وايي، چې په چاودنه کې د سفارت دوه کارکوونکي سخت ټپيان دي او بريد کوونکی وژل شوی.

پوليسو د چاودنې ځای کلابند کړی او په دغه سيمه کې د موټرو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي. د چاودنې له کبله د نژدې ودانیو د کړکیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د پېښې ځای ته امبولانسونه ورغلي، ترڅو ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه يوسي.

د قرغيزستان د روغتيا وزارت ويلي، چې په چاودنه کې لږ تر لږه يو کس وژل شوی دی.

د قرغيزستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دا يو سرتېری بريد و، چې بريدګر خپل موټر د سفارت له دېوال سره جنګولی دی.

تر دې دمه رسمي سرچينو دا جزييات نه دي تائيد کړي.

قرغیزستان په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و چې د ۱۹۹۱ کال اګسټ کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه، نوموړی هېواد له ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او چين سره ګاونډی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button