د نارینه بندي وینا:
زه افغان حکومت ته وایم، چی ددوی په منځ کی په اعدام کوم بندیان محکوم دي یا دوی سره دي او هغه کوم سړی چی دوی وړی دی، که تاسو د اعدام سلسله ونه دروۍ، زمونږ برمته کوونکي به زمونږ له کورنۍ چې ماشومان او ښځینه پکې شامل دي، غچ واخلي.
که چیرته دغه پالیسي افغان حکومت بدله نه کړي، یا یې په اړه کاناډا او د امریکا متحده ایالات غور ونه کړي نو مونږ په خطر کې یو.
مونږ له دې امله له کاناډايي حکومت او د امریکا له متحده ایالاتو نه دا غوښتنه کوو، چې د افغان حکومت دغه پالیسي بدله کړي، تر څو مونږ چې چا بندیان کړي یو، هغوی د خپلو بندیانو د اعدام په اړه شک او ویره له منځه ولاړه شي.
په دې سره به زمونږ کورنۍ وکولای شي، چې په خوندي توګه ژوند وکړي.
ښځینه بندۍ:
مونږ ته ویل شوي، چې افغان حکومت د ددې خلکو(طالبانو) چې مونږ ورسره بندیان یو، کسانو ته اعدام ورکوي او هغوی په دې اړه اندیښنه لري.
افغان دولت دې دغه د اعدام پالیسیو ته خیال وکړي، له دغې وجهې نه راتلونکي مرګونو ته چی دوی مونږ ټول مړه کړي، زمونږ ښځې او ماشومان مړه کړي.
دوی به ستاسو د دغو غلطو پالیسیو دلاسه سرچپه غچ واخلي.
نو له دغه امله زه خپل حکومت ته وایم، چی په افغان حکومت زور راوړي تر څو افغان حکومت دغه د سړیو د اعدام پالیسی بدله کړي.
مخکی له دې چې دوی د دغه سړي د اعدام اجرا شروع کړي، ددغو بندیانو کورنۍ به له مونږ پوښتنه وکړي او زه هم فکر کوم چې دوی به زمونږ له کورنۍ پوښتنه کوي.
زه پوهیږم چې زما د کورنۍ لپاره به دا ډير احتیاطي او ډاروونکي خبر وي، چې کله دوی دا خبر واوري.
دغه کسان غواړي چې تر دې حده خبره ورسوي.
دوی هم غواړي، که چیرته تاسووغواړۍ او تاسو وتوانیدلۍ، چې کومک وکړۍ نو ویې کړئ.
که تاسو کولای شۍ خیر دی کوښښ وکړئ او کومک راسره وکړئ، او دا د اعدام پروسه ودروئ!
https://www.youtube.com/watch?v=V6F-DLydu1g&feature=youtu.be


















