(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۹) الماس خدرخېل
په کابل کې د معاصرو اسلامي افکارو انسټیټیوت مشر ظفر بنګښ ويلي دي، چې په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوی، د ملي یووالي حکومت د سقوط په حال کې دی.
نوموړي د روسیې له سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د ملي یووالي حکومت دوه سری بللی، چې په وینا یې دغه دوه سری حکومت هېڅکله کارنده نه شي ثابتېدلی.
نوموړی زياتوي، چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان په ډېرې بې احتیاطۍ او بېړې یرغل وکړ او واشنګټن هغه مهال یو شمېر ننګونې بابیزه وګڼلې.
د هغه په وینا له دغو ننګونو یوه یې دا ده، چې افغانان هیڅکله بهرنی اشغال نه مني او امریکا دا مسئله په پام کې نه وه نېولې.
د ياد انسټيټيوټ مشر ظفر بنګښ زیاتوي، طالبانو د امریکا د برید پر مهال کافي وسایل او هوايي ځواک نه درلودل، چې د خپل هېواد دفاع پرې وکړي، ځکه هغوی کلیو او بانډو ته ولاړل، چې امریکا دا خپله بریا وګڼله.
هغه همداراز ويلي دي، چې طالبان اوس د نسبتا ښو امکاناتو په لرلو سره بیا راپاڅېدلي او د امریکا پر ضد جګړه کوي.


















