(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۹) زرغون خوږیاڼی
د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، چې تېره ورځ یې د مدیتراني په بحیره نژدې ۶۵۰۰ کسان له ډوبیدو ژغورلي دي.
دوی وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې نږدې ۴۰ ماموریتونه سر ته رسولي دي.
یاد ژغورونکي ځواکونه وايي، چې د لیبیا ساحل ته څیرمه د زرګونو پناه غوښتونکو مرستې ته هغه مهال ورورسیدل، چې کښتۍ یې په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وې(کله چې هغوی مونږ ولیدو له خوشحالۍ یې چیغې کړې او ځینو یې زمونږ په طرف لامبو وهنه پيل کړه).
د اسوشیټېډ پرېس راپور په حواله وايي، چې کډوالو په ګڼ شمېر کې په زیانمنونکي کښتۍ کې حرکت کاوه او یواځې د ژغورنې کښتیو ته رسېدو پورې یې تېل لرل.
په دغو ژغورونکو عملیاتو کې د ایټالیا سمندري ځواکونو کښتۍ، د اروپایي اتحاديې د انساناني قاچاق وړونکو پر ضد د سمندري ماموریت او د دغې اتحادیې د بهرنیو پولو ساتنې ادارې فرونټکس او د بې پولي ډاکټرانو سازمانونو د مهاجرینو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه درلوده.
ددې کډوالو ډيری یې د ارېتره او سومالیا اوسېدونکي دي.
زیاتره کسان چې د لیبیا او ایټالیا ترمنځ د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته ځان رسول غواړي له افریقا سره تړاو لري. هغوی له بې وزلۍ او تاوتریخوالي څخه تېښته کوي.


















