(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۹) الماس خدرخېل
په کندوز ولايت کې تېره شپه امريکايانو او افغان ځواکونو په ګډه سره د ياد ولايت اړوند لوی کنم سيمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپې اچولي او ګڼو ملکي خلکو ته يې د مالي زيان تر څنګ ۱۳ تنه بنديان هم له ځان سره وړي دي.
ويل کېږي، چې په ګډو عملياتو کې د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزول شوي، په نيمه شپه يې کورونه د امريکايانو له خوا پلټل شوي او يو شمېر خلک يې وهلي ټکولي هم دي.
ځايي خلک وايي، چې په شپنۍ چاپو کې د دوی د عزت خيال نه ساتل کېږي او د شپې چاپې غير انساني او غير اسلامي تګلاره ده، چې په کورونو کې ښځې او ماشومان له ترور او وېرې سره مخ کېږي.
د سيمې يو مخور ويلي، چې ملي ځواکونه يې بيا هم تر يو حده په خبره پوهېږي او خيال يې ساتي خو بهرنيان ورته سخت تمامېږي، هغوی دې په سيمه کې د شپې عمليات نه کوي، دوی له مرکزي دولت نه غوښتي چې د افغانانو د عزت خيال دې وساتي او شپنيو عملياتو لپاره دې بهرنيان نه ورلېږي.
د يادونې ده، چې د بهرنيانو چاپې د کرزي حکومت په دوران کې پيل شوې، چې د هغه د لفظي ويلو با وجود هم بهرنيانو په افغانستان کې بې شمېره چاپې وهلي، چې پکې ډيری وخت ملکي خلک او کليوال زورول شوي، شهيدان شوي او زياتره مالونه يې لوټ شوي هم دي.


















