خانجان الکوزی: د افغانستان تازه میوې به هند او عربي اماراتو ته استول کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۹) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې د هېواد تازه مېوې به د هوا له لارې هند او عربي امارتو دوبۍ صادرې کړي، ده زیاته کړه چې هند د افغانستان دې پرېکړې ته هر کلی کړی او ژمنه یې کړې ده چې د صادراتي تازه میوو مالیه به نه اخلي.

هغه وویل، تراوسه څو ټنه تازه مېوې د انګورو په شمول د هوا له لارې نوي ډيلي ته لېږل شوې دي او نن به نورې الوتکې هم د ډیلي په لور پرواز وکړي.

الکوزي ویلي، چې ډیلي او دوبۍ ته ددغو مېوو لېږدولو ته د اریانا هوایي شرکت چمتووالی لري او له بلې خوا هند هم ژمنه کړې چې ددغو مېوو لېږدولو لپاره به هندي الوتکې د افغانستان په واک کې ورکړي.

ښاغلي الکوزي په اړه د افغانستا له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې ددې هېواد د سوداګرۍ خونې څخه مشخصه کړي تر څو څومره تازه میوه د صادرولو لپاره لري.

دا پریکړه وروسته له هغه کیږي، چې له څو اوونیو راهیسې پاکستاني چارواکو د چمن ـ سپین بولدک لاره تړلې ده، چې تر اوسه د افغان سوداګرو مالونو ته اجازه نه ورکوي.

ویل کیږي، چې د چمن ـ سپین بولدک لاره باندې هره ورځ نږدې ۶۰ کانتینره تازه میوه د پاکستان هېواد ته استول کیده، چې د لارې په بندیدو سره افغان تجارانو ته په میلیونونو ډالره تاوان ورواوښت.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button