روزګان: دهراود کې د مرستیال امنیه قومندان په ګډون ‍۱۵پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د شینغولي په سیمه کې طالبانو په ۲ پوستو بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې ددې ولسوالۍ د امنیه قومندان مرستیال په ګډون ۷ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپان دي.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري ويلي، چې تېره ورځ د دهراود ولسوالۍ اړوند د شینغولي په سیمه کې وسله والو طالبانو په ۲ امنیتي پوستو بریدونه وکړل، نوموړی زیاتوي ، چې په دې جګړه کې ۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالقوي وايي، چې په دې نښته زیات شمېر طالبان هم وژل شوي؛ خو کره شمېره یې نه معلومه.

طالبانو د یاد برید پخلی کړی او وايي، چې د شینغولي سیمه کې یې د پله د سر په ۲ پوستو بریدونه کړي، چې په کې د امنیه قومندان مرستیال رحیم په شمومل ۷ تنه پولیس ووژل شول او۸ نور سخت ټپیان شول.

د طالبانو ویاند یوسف احمدي وايي، چې په دې جګړه کې يې ملګرو ته کوم زیان نه دی اوښتی او  ۳ ټوپکونه یې هم نیولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button