د اوبو پرمخ درې کیلو متره اوږد پل

 لیک لاروی

د نړۍ په کچه د اوبود پاسه پلونه ډیر جوړشوي دي، چې ځنې ېې زیات اوږودوالی هم لري؛ خو د اوبو پرمخ به مو د پل د جوړیدو نه وي اوریدلي.

د ایټالیا انجنیرانو د هیواد په شمال  (اومبار یا) سیمه کې یو پل جوړکړ، چې د اوبو د پرمخ پرې تګ راتګ په اسانۍ سره کیدای شي.

ایټالوي انجینرانو ویلي څه وخت چې د اوبو څپې لوړې شي پل هم ورسره لوړوالی پیدا کوي او د ژمي په موسم کې چې لږ څه اوبه ارامې او په خپل ځای ولاړې وي د اوبو پرسر جوړشوی پل هم ارام او لږ څه ټیټ شي؛ خو د خلکو په تګ راتګ کې هیڅ ډول ستونزه نه رامنځ ته کیږي.

د ایټالیا انجینرانو ویلي، چې د دې پل نقشه ورته یوه بلغاریایي هنر پوهه انجنیر کرستوولادیمراف جوړه کړې ده، چې ددې اوبو پر مخ د پل څخه په استفادې سره درې جزیرې یوه د بلې سره نښلول شوي دي.

د اوبو پرمخ جوړشوی پل د ایټالیا په شمال کې د دوه جزیرو د نښلولو په موخه جوړشوی؛ خو څه وخت چې  د دواړو جزیرو ترمنځ د تګ راتګ لاره جوړه شوه انجنیرانو د درېمې جزیرې د نښلولو هڅې پیل کړي، چې اوس  دې درې کیلومتره پل څخه درې واړو جزیروته سیل کوونکي تګ راتګ کولای شي.

د اوبو پرمخ تړلی پل لوړوالی ۵۰سانتي متره دی، چې په حیرانۍ سره سیل کوونکي د دې پل د پاسره ګرځي؛ خو که د سیل کوونکو شمیر په یوه وخت زیات هم  په اوبوکې نه ډوبیږي.

د ایټالیا انجینرانو ددې پل د جوړنې وروسته چې پرانستنه ېې د یوې غونډې په کولو سره وشوه او د ایټالیا د پارالمان رئیس او ښاروال ېې غونډې ته ورغلي وو انجینرانو د خپلو معلوماتو په ورکولوسره  وویل:

دا درې کیلومتره اوږد پل د ۲۲۰۰۰۰مترمکعب پلی اتلین په یوځای کولو جوړشوی دی اتلین المونیم ته ورته او وزن ېې ډیر سپک دی ، د۱۶متره پل په پراخوالي سره سیل کوونکي د تګ راتګ پرمهال دهیڅ ډول خطراحساس نه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button