د کلکاني جسد یې په توره شپه په شهرارا تپه کې خښ کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
د کلکاني پلویانو نن ماسخوتن ناوخته د شپې له تیارې نه په استفادې سره د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو جسدونه د کابل ښار د شهر آرا تپې په یوه اړخ کې خاورو ته وسپارلو.
د راز پنهان مرجع یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د سقوي حرکت پلویان ښکاري په مړو باندې په تته رڼا کې خاورې اړوي، دوی د کلکاني د ستایلو اود خپل میړنتوب شعارونه ورکوي.
د دوستم ملیشو اجازه نه ورکوله چې د کلکاني جسد دې په شهرآرا غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي، اوس چې کلکاني د شهرارا غونډۍ د نیولو ارمان پوره شو معلومات نشته چې په دوستم په کومو شرایطو په یاده غونډۍ کې د کلکاني جسد ته اجازه ورکړی.
ویل کیږي، چې دوستم به د ولسمشر اشرف غني په خوښه اجازه ورکړي وي.
کابل نن بیا د ویرې او دهشت ښار و، د یادونې وړه ده چې په کابل کې د قومندانیزم او شخصي ملیشو عصر پای ته نه دی رسیدلی، نن معلومه شوه چې هر زور واکی په یوه ساعت کې څومره ملیشې په کابل کې تنظیمولی شي!



