د جرابلس لویدیځ ته د جیش الحر او داعش تنظیم تر منځ نښتې

ژباړه: عزیر اسدخیل
د الجزیرة خبریال وایي، چې د حلب ختیځ ته څېرمه د جرابلس په لویدیځه خوا کې د داعش تنظیم او وسله وال مخالف ائتلاف تر منځ سختې نښتې شوي دي، ویل کیږي چې نښتې د ترکې هوایي او توغندویي بریدونو سره مل دي دغه بریدونه داعش تنظیم د واک لاندې سیمو باندې دوام لري.
د الجیش الحر ځواکونه هڅه کوي څو لویدیځې خواته پرمختګ وکړي او د بلدة الراعي هغه ښار ته ځان ورسوي، چې د حلب ولایت له شمال سره سره نښتی دی.
د داعش تنظیم اړوند د اعماق خبری اژانس ویلي دي، چې د دوی سرتېرو حلب ولایت په ختیځ کې د بلدة الراعي سیمې ختیځ ته د الشیخ یعقوب، کرسنلي، ثلیجة او الهضبات کلي د وسله وال مخالف ائتلاف څخه بیرته نیولي دي.
په داسې حال کې چې ترکیه د سوریې پولې ته نور نظامي ځواکونه استوي، څو د (درع الفرات) په نوم عملیات دوام پیدا کړي او د ترکیې پولې د هغو ترهګرو ډلو څخه پاکې کړي، چې په سر کې یې داعش تنظیم ډله قرار لري.
نن پنجشنبه د الآناضول خبریال وویل، چې ترکي فوځ خپل زري پوش او زرهدار ټانکونه د جرابلس دغې لانجه منې پولی ته استولي دي. دغه سیمه د سوریې شمال ته پرته د حلب ولایت اړوند سیمه ده.
د الآناضول خبریال زیاتوي، چې د ترکیې د ماین ویستلو متخصصین سیمې ته رسیدلي دي او د هغو ماینونو په پیدا کولو او له مینځه وړولو بوخت دي، چې د داعش دولت ډلې لخوا په جرابلس کې ځای پرځای شوي دي. دا د دې لپاره چې مخکې له دې چې دوی په دغه ښار کې ځای پر ځای شي باید دا تصفیه مکمله کړي. ویل کیږي چې دا هم د (درع الفرات) د عملیاتو یوه برخه ګڼل کیږي.
خبر زیاتوي، چې الجیش الحر له یوې اونۍ وروسته وکولای شول د جرابلس د عملیاتو په ترڅ کې هم له داعش نه ۳۸ کلي ونیسي او هم د حمایة الشعب الکردي یو شمیر دفترونه ونیسي او نږدې څلور سوه کیلو متره هغه سیمه هم لاندې کړي، چې زیاتره برخه یې د داعش دولت د تنظیم په لاس کې وه.
د ترکی وسله والو او د نړیوال اېتلاف هوایي ګډو ځواکونو د (درع الفرات) تر نامه لاندې په مهمو او هغو ځانګړو ګډو عملیاتو کې پرمختګ کړی دی؛ څو د هغو عملیاتو لپاره چې د الجیش الحر وسله والې ډلې په جرابلس کې پیل کړي دي یو ښه ممد ثابت شي.
(د الجزیرة څخه په مننې)



