پیښور: مردان کې پر محکمه برید، ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د پيښور په مردان کې دوو سرتیرو بریدګرو د محکمې پر ودانۍ برید کړی، چې په کې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

د مردان د پولیسو مشر فیصل شهزاد رسنیو ته ویلي، چې یو بریدګړ لومړی د محکمې پر دروازه د لاسي بم برید وکړ، دده په وینا په دې برید کې د دروازې یو شمېر پولیس ټپیان شول.

دویم بریدګر د محکمې ودانۍ ته ننولی او د محکمې په دویمه دروازه کې یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده، چې په کې په لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي پولیسو په وینا په وژل شویو کې ولسي وګړي، پولیس او وکیلان شامل دي.

د پولیسو په وینا ټپیان د مردان لویو روغنتونونو ته وړل شوي، چې د ۶ ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د ژغورونکو د ډلو یو تن چارواکي حارث حبیب رسنیو ته ویلي، دا پیښه  د مردان تر ټولو په مهمه  سیمه کې  رامنځته شوې ده، په دې سیمه کې  ډیری دولتي ادارې، د پولیسو د مشر کور، د پولیسو تاڼه او  پوځی ښوونځی هم شتون لري.

د یادونې وړه ده، چې نن سهار وختي د پيښور په کریسچین کالونۍ هم برید شوی و، چې په کې ۱ تن مړ او ۲ نور ټپیان شوي وو.

د بي بي سي راپور په حواله، د پېښور د کریسچين کالونۍ د برید مسوولیت جماعت الحرار قبول کړی، خو د مردان د برید مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button