ننګرهار: فتح اباد کې د قومندان په ګډون ۷ پولیس وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

پرون شپه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد سیمه کې طالبانو د نظم عامې په یوه پوسته برید کړی، طالبانو ویلي، چې پوسته یې په بشپړه توګه نیولې ده او د پوستې د قومندان په ګډون ۷ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي دي، چې په یاده جګړه کې د نظم عامې پوستې قومندان تاج محمد او معاون یې سباوون سره د ۵ نورو عسکرو(غفور، سمیع، وحید، شاه محمد، ظفر) وژل شوي دي.

طالب ویاند وايي، چې په دې جګړه کې یې یوه پیکا، ۳ کلاشینکوف، مخابرې او یو شمیر نور نظامي توکي نیولي دي.

ویاند په دې جګړه کې د خپل یو ملګري د وژل کیدو خبر هم ورکوي، (( په دې جګړه کې زمونږ یو ملګری قاري عبیدالله سباوون شهید شوی او ۲کسان نور ټپیان دي)).

تر دې دمه ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button