د پکتیکا: اومنه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

د پکتیکا ولایت اومنه ولسوالۍ چې له ۴ ورځو راهیسې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې نیول شوې وه، نن سهار وختي د طالبانو لاسته ولویده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې تېره شپه ۲ بجې ددوی ځواکونو په اومنه ولسوالۍ برید وکړ، په پایله کې ولسوالۍ فتحه او په کې ۷ پولیس ووژل شول  ۵ نور ټپیان شول، دوی وايي چې مړو جسدونه یې په سیمه کې پراته دي او ځینې نور یې تښتیدلي دي.

خبر وايي، اوس د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، او هلته ټول دولتي تأسیسات او د ولسوالۍ ۶ امنیتي پوستې د طالبانو په واک کې  دي.

دوی وايي، چې د په ولسوالۍ کې  ۶ رینجر موټر، یو موټرسایکل، ګڼ شمیر سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي مجاهدینو په غنیمت نیولي دي.

ویاند زیاتوي ، چې دولسوالۍ د محاصرې په جریان کې د حکومت کومکي قوې هم سیمې ته د محاصرې د ماتولو په نیت راغلې چې له درنو جګړو وروسته یې ۲۱ عسکر ووژل شول، ۱۶ نور یې ټپیان شول، دوی ونه توانیدل چې د ولسوالۍ مرکز ته ځان ورسوي.

طالب ویاند په دغو ټولو جګړو کې د خپلو ۴ ملګرو د وژل کیدو خبر هم ورکوي او وايي، چې ۵ نور ټپیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button