(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي په میوند شرکت پورې مربوط بس موټر د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د زابل په جلدک سیمه کې له یو ټيلر موټر سره ټکر وکړ، چې په کې ۳۴ مړه او ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.
ویل کیږي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ټپیان د کلات او کندهار روغتونونو ته ورل شوي دي.
د زابل والي بسم الله افغانمل ویلي، چې د زابل د جلدک سیمه کې بس موټر چې له کندهار څخه د کابل په لور روان و له یو ټيلر سره چې د کندهار په لوري روان و، ټکر کړی چې په کې ۳۴ مړه شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې مخکې هم دا ډول بدې پيښې رامخته شوې دي؛ خو خلک د شرکتونو خاوندان ګرموي چې ډریوران یې په سمه توګه نه دي تربیه کړي او نه هم له کوم یو سره قانوني چلند شوی تر څو دا ډول ناوړه پيښې رامنځته نه شي.
طالبانو هم د یاد شرکتونو مشرانو ته په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د سورلۍ موټرو ډریوران دې په سمه توګه تربیه کړي او که نه دوی به یې د محاکمې میز ته راکش کړي؛ خو تر اوسه یو طرف هم په عملي توګه دا اقدام نه دی کړی، ترڅو خلک په امن ناکه توګه خپلو ځایونو ته ورسیږي او د شرکتونو مشران خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي.


















