لوګر: طالبانو د محمد آغې ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان وژلی

کابل ټکی کام ۱۶وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د لوګر ولایت خبري سرچینو خبر ورکړی دی، چې د محمد آغې ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان خان آغا لشکري د طالبانو له لورې په یوه نا څاپي برید کې وژل شوی دی.
د محمد آغې ولسوالۍ ولسوال نصیر احمد امین هم رسنیو ته د دغې ولسوالۍ د محلي پولیسو د قومندان وژل کېدل تأیید کړي دي.
هغه وویل:
«لشکري د محمد آغې ولسوالۍ په شیخک سیمه کې پر موټرسایکل روان وو، چې د طالبانو له لورې په ډزو وویشتل شو او ځای پر ځای ووژل شو.»
نوموړي وویل، چې خان اغا لشکري له تېر یوه کال راهیسې د دغې ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان وو.
ده وویل، چې د نوموړي د وژونکو د نیولو په اړه هڅې روانې دي.
د یادولو ده، د خان اغا لشکري ورور شاه اغا لشکري هم تېر کال د کابل په لومړۍ حوزه کې د نا معلومو کسانو له خوا وژل شوی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button