د فلیپین ولسمشر بارک اوباما ته! «حرامي زه به دې په ناوړه الفاظو وستایم»

کابل ټکی کام ۱۶وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فلپین هېواد ولسمشر رودریګو ډیوټرټ په یوه غونډه کې اوباما ته ډېرې ترخې خبرې وکړې او هغه ته یې د «حرامي» په نوم خطاب وکړ.
نوموړي وویل:
«اوباما به هم په دې اند وي، چې خپل ولس پر ځان مشر کړی دی، خو زه د یوه هېواد خپلواک ولسمشر یم او د خپل ولس پرته بل چا ته ځواب نه ورکوم.»
نوموړي همدا راز اوباما ته په خپله وینا کې د «حرامي» لفظ وکاروو.
«حرامي! زه به دې ناوړه الفاظو وستایم.»
د فلیپین ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې وه، په دغه اونۍ کې به امریکايي ولسمشر اوباما او فلیپیني ولسمشر رودریګو دوترته په لاوس کې، د نشه یي توکو د قاچاق اړوند پر ځینو قضایاوو خبرې اترې وکړي.
مګر د فلیپیني ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته، اوباما دغه لیدنه لغوه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button