افغانستان د دیموکراسۍ په لمبو کښي

لسمه بـــــرخـــه(۱۰)

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

۹ــــ موسیقي عامول: په اسلامي هیوادونو کي موسيقي عامول، رقص او نڅا ترویجول، څو وګړي د الله تعالٰی د ذکر پر ځای سندرې زده کړي او د جوماتونو پر ځای ډمخانو ته لاړشي او د شیطان مزامیر واوري او د الله تعالی د قهر او غضب مورد وګرځېږي، دماغ او اعصاب یې شل شي او په دماغي رنځونو اخته شي، چي ښه بېلګه یې زموږ استعمار ځپلی هیواد افغانستان دی، چي له ۱۳۸۰ کال څخه تر نن پوري چي د دیموکراسۍ نظام حاکم شوی دی، په هر ځای کې موسیقي ده، ګډا ده او شور ماشور دی، په زیارتونو کي موسیقي، په اکثرو خانقاو کي موسیقي، په هوټلونو موسیقي، په موټرونو کښي موسیقي، په کلیو کي موسیقي، په بازارونو او ښارونو کښي موسیقي، په ښونځیو کي موسیقي، په لیسو او پوهنتونو کي چي د علم مرکزونه دي موسیقي، په کورونو کښي موسیقي.

 صلیبیان همدغه هدف لري، هغه ملت چي تر پرون پورې انګرېزان په لندن کښي د دوی د تورو له شرنګ څخه له ویري رپېدل، نن یې د توري په بدل کښي رباب او ډول په لاس کي ورکړي دي، هغه ملت چي تر پرون پوري یې پر ډیلي او اصفهان حکومت کاوه، نن په خپل هیواد کښي محکوم دی او صلیبیان حکومت پرې کوي او دوی موسیقي او رقص ورته کوي.

۱۰ـــ غربي تهذیب دودول:

په اسلامي هیوادونو کي د دیموکراسۍ د پلي کولو لسم مقصد د اسلامي تهذیب، ثقافت او تمدن ختمول او د غربي مشرکانه جاهلي تهذیب دود کول دي.

 هغه تهذیب چي حیاء، عفاف، مستور لباس، ښه خویونه، صله رحمي، د الله تعالٰی څخه ډار، تقوا، د اخرت تصور، پر مغیباتو ایمان لرل او د انبیاو متابعت کول د قیانوسي چاري ګڼي، بې حیایي، عریاني، ځان پالنه، علمانیت، سکسي توب، د معابدو او دیني زده کړو د مدرسو پر ځای د موسیقي او نڅا کلبونه او نګار خانې جوړول د ترقي او پرمختګ ضروري او روښانه فکري ګڼي، هغه تهذیب چي اقتصاد یې د ژوند هدف ګرځولی دی او شته یې ایمان دی، هغه تهذیب چي بشریت ځان پالنې او ځان ځاني ژوند کولو ته دعوت کوي، له اجتماعي ایثار، لورینې او زړه سوي څخه یې اړوي، هغه تهذیب چي د امریکا صلیبي پېروان یې له انسانانو څخه سپیانو ته ترجیح ور کوي، له سپیانو سره مینه کوي، پر سپیانو باندي په ملیونونو ډالر لګښتونه کوي، هغه تهذیب چي د امریکا صلیبي پېروان یې د انسانانو له وژلو څخه خوند اخلي، چي ښه مثال یې هم د دوی د اجنټانو د خُلې ویناوې دي.

په ۲۰۱۵ کال کښي جنرال جیمز میټیس، چي په افغانستان کښي د پنټاګون له پلوه د جنګ بولندوی ټاکل شوی و، په واشنګټن کي له خبري رسنیو سره په مرکه کي ویلي وه:

په افغانستان کښي د ځینو وګړیو وژل یوه خپله مزه لري او جنګ داسي نشه او خوند لري، چي په شرابو کي هم نه وي، دغه راز نوموړي د امریکا د سنتیاګو په ښار کي یوه پوځي فورم ته په خپله وینا کي ویلي وه: د جنګ یوه ځانګړې مزه وي او خلک ویشتل هم د خوند اخیستلو کار دی.

په اسلامي هیوادونو کښي صلیبیان د دېموکراسۍ نظام په پلي کولو سره خپل هغه وحشي تهذیب دود کول غواړي، چي له انسان څخه څلور بول جوړوي او د څارویو په څېر خوراک په ولاړې کوي او نور هرڅه یې په ولاړې دي د هیڅ شي اداب ورکې نشته.

نوربیا ……..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button