دفاع وزارت: په پروني سرتیري برید کې د مړو شمیر۳۵ او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ په کابل کې د دفاع وزارت دروازې مخې ته هغه مهال چاودنه وشوه، کله چې د دفاع وزارت منسوبین له یاد وزارت څخه د رخصتیدو لپاره راوتل.
له چاودنې وروسته چې کله نور امنیتي منسوبین سیمې ته راغلل، د ملي اردو په یونیفورم کې پرې سرتیری برید وشو، چې په کې د اردو ګڼ شمیر لوړپوړي منسوبین ووژل شول.
په برید کې د دفاع وزارت د حمايوي لوا قومندان (جنرال عبدالرازق پنجشیری) د وهمې حوزې قومندان او مرستیال يې او د اشرف غني د ۲ساتونکو په ګډون مهم افسران او قومندانان وژل شوي.
دفاع وزارت نن د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دغو بریدونو کې د ملکیانو په شمول ۳۵ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی.
یاد وزارت د پولیسو دویمې امنیتي حوزې مشر سید زمان الدین حسیني او د هغه د مرستیال احمد سالنګی وژل کېدل هم تایید کړي دي. په وژل شویو کې د ولسمشر د ساتونکي ګارد مرستیال جنرال زمان احمدزی هم شامل دی.
طالبانو د یاد پړه منلې ده، دوی وايي چې په برید کې ټول د حکومت منسوبین وژل شوي دي. طالب ویاند ویلي وو، چې په دې برید کې یې ۵۸ د دفاع وزارت کارکوونکي وژلي او ۹۱ نور یې ټپیان کړي دي.


