جنازې کې چې سجدې کوي یو څوک

سیف الرحمن رحماني

لمانځه د جنازې کي چې سجدې کوي یو څوک

تهجد لمونځ په داخل کی د غرمې کوي یوڅوک

 

تر اوسه یې ملت په کارنامـو باندې شرمـــــیږي

خبرې هم په دین کي تـــل کږې کـــوي یو څوک

 

ویل یې ورته مــات به کم ســـرونه ککرۍ کښي

په ځان پسي په خپــــله ډرامې کـــوي یو څوک

 

ولس هم حیران پاته دی چې ولې داسي کیـــږي

په ارګ کښې چي یوبل سره جګړې کوي یو څوک

 

ویل یې احادیثو نه را لاندې بـخاري د قدر وړ ده

په دین کې مو بې ځـــایه مسـخرې کوي یو څوک

 

وایي زوی د ادم نه یم که اوبه مي بنــــدي نه کړې

په شــــــان د ناپـــــوهانو عــــلامې کوي یو څوک

 

ولس سترګې په لار دی نن د هغه چا خدمت ته

په خُله چې د غربیـــانو فیــــصلې کوي یو څــوک

 

حیران یم رحماني چي دا اوس څــرنګه سـړی دی

په حق کښي د ملت چې مو نــخرې کوي یو څوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button