ټرمپ: چینايي چارواکي اوباما ته درناوی نه لري، « داد بشپړ سپکاوي نښه ده »

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی
ټرمپ په کلیولند اوهایو کې د ګډو اتحادیو د مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې چینايي چارواکي په بشپړه توګه د امریکا ولسمشر ته درناوی نه لري او دی یې سپک کړی دی.
د جمهوريت غوښتونکې ګوند لخوا ولسمشرۍ ته کانديد دونالد ټرامپ زیاته کړه، کله چې د ولسمشر اوباما الوتکه د چين په هانګ جو ښار کې ښکته شوه، چینايي لوري داوباما د الوتکې دروازې ته د ښکته کیدلو ځانګړې زینه نه وه ایښي، اوباما مجبوره شو له الوتکې څخه د ښکته کيدو لپاره د رسمي دروازې پرځای د الوتکې په وروستی برخه کې بيړنی زينه وکاروي.
د يادونې وړ ده چې له دغي دروازي معمولا په بيړنيو حالاتو او دلوړو امنيتي ګواښونو په وخت کې استفاده کيږي. دبیلګي په توګه افغانستان او عراق ته پخپل مخکني سفر کې اوباما دا زینې کارولي دي.
ټرمپ وايي، دا د بشپړ سپکاوي نښه ده، «که دا ډول سلوک زما سره شوی وای، ما به امر کړی و چې دالوتکې دروازه وتړۍ او له دې ځایه ځئ! »


