روزګان: طالبانو ترینکوټ کې ۹ پوستې او۱۳ پولیس نیولي دي

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی

تېره شپه وسله والو طالبانو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې په امنیتي پوستو او کمر بندونو وسله وال بریدونه وکړل، چې تر اوسه پورې جګړه په شدت سره دوام لري.

طالبانو په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې تیره شپه ۱۱ بجې ددوی ځواکونو د ترینکوټ اړوند سیمو کې د حکومتي عسکرو په پوستو او دفاعي کمر بندونو جګړه پیل کړه، جګړه تر اوسه په شدت سره دوام لري، دوی وايي په سیمه کې یې په پرلپسې توګه پوستې او نظامي مهمات ونیول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تر دې مهاله یې په جګړه کې ۴ مهمې پوستې او ۲ پراخه سیمې نیولي دي.

ویاند وايي یوه۱ پوسته یې د تودو اوبو په سیمه کې، ۲ نورې پوستې یې د ابردي او ملیزو سیمو کې ونیولې، همدارنګه  دوی وايي،  د ککرک په سیمه کې پولیس له خپلې یوې مهمې پوستې په تېښته ولاړل او سیمه د مجاهدینو تر کنترول لاندې راغله.

ویاند زیاتوي، چې په ددې پوستې په نیولو سره یې د ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو ته غزیدلې لارې د دښمن پر مخ قطع کړي دي.

مجاهد وايي، چې د مرکز ترینکوټ اړوند د پای په سیمه کې د دهراود ولسوالۍ ته غزیدلې لاره د دښمن پر مخ په ټولیزه توګه فتح شوې او په سیمه کې ۱۲ تنه پولیس له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم شوي دي.

د مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو لارې د دښمن پر مخ تړل شوي، دښمن د سختې وارخطایي او محاصرې په حالت کې د مجاهدینو تر بریدونو لاندې دی.

طالب ویاند زیاتوي، چې په دې جګړو کې د قومندان شاولي په ګډون ۷ تنه پولیس ووژل شول او یو زیات شمیر ټپیان شول، ویاند وايي چې ۱۳ پولیس یې ژوندی نیولی دی.

د طالبانو ویاند وايي، چې له نیول شویو پوستو څخه یې ۱ راکټ، ۱۳ کلاشینکوفونه، ۳ موټر سایکل او ګڼ شمیر مرمۍ او نور نظامي مهمات نیولي دي.

ویاند زیاتوي، نن له ماسپښین وروسته د خورما، ککرک ،مراباد اودرویشانو په سیموکې دعسکرو یوه مهمه قرارګاه او ۵ نوري پوستې ددښمن له لږ مقاومت وروسته په بشپړه توګه فتح او عسکر یې ددرنوتلفاتوپه لیدلوسره په تېښته بریالي شول

دوی وايي،تردې مهاله یې یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی او جګړه دوام لري.

بلخوا حکومتي چارواکي وايي، چې د طالبانو بریدونه یې په شاتمبولي دي.

د ارزګان د امنیه قومندانۍ مرستیال سمونوال عبدالقوي پژواک خبري اژانس ته د تیلفون پر کرښه وویل، چې په جګړه کې یې ۶۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

عبدالقوي وویل، طالبانو د ولایت په مرکز له څلورو خواو برید وکړ، اوسمهال په مهراباد، ککرک، تودو اوبو او یو شمیر نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، چې په دې جګړو کې یې ۴۰ طالبانو وژلي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمی وویل، تیره شپه وسله والو طالبانو په ترینکوټ ښار باندې له څو مهمو نقطو څخه جګړه پیل کړه، چې تر اوسه پورې جریان لري.

صمیمي زیاته کړه، اوسمهال په مهر آباد، تودو اوبو، ‌خرما، تنگی، ده جوز، ککرک  او ځینو نور سیمو کې جګړه روانه ده.

دوی د پولیسو او یا د پوستې دنیولو په اړه نور څه نه دي ویلي؛ خو صمیمي وايي چې له سیمې پوره معلومات په لاس کې نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button