د خولې او غاښونو پاکول د مرضونو مخه نیول دي

ډاکټرفصیح الله عمرزی

روغتیا پوهان وایي تر ټولو غوره درملنه وقایه ده، چې د مرض د مخه هغه اسباب برابرنه کړل شي، چې مرضونه ترې پیداکیږي،  د وقایوي طب په اړه روغتیا پوهانو هر اړخیزې لیکنې کړي دي او په ټوله کې ېې په دې اتفاق کړی دی، چې  ترهر څه وقایه د انسان لپاره بهتره ده، چې د مرض مخه پرې نیول کیږي .

یوناني روغتیاپوهانو چې د یوناني طب څومره څیړنې کړي دي په هغې کې ېې په وقایه او د مرض په حال کې د هغه څه څخه د پرهیز یادونه کړې ده، کوم خوراک چې انسان ته د مرض په حال کې تاواني تمامیږي.

وقایه او پرهېز دواړه سره تړلي دي چې کله یو انسان پرهېز کوي هغه په اسانۍ سره په مرض هم نه اخته کیږي، بلکې په اسلامي اوصولو کې پرهېز انسان له مرضه په بشبړ توګه ساتي او د تل لپاره به له هغه مرضه خلاص وي د کوم په خاطر چې ېې پرهیز شوی وي.

افغانستان چې یوغرنی او وروسته پاتې هیواد دی په لرو پرتو سیمو کې ېې د روغتیا لازمې اسانتیاوی نه ترلاسه کیږي، که یو رنزور ته د درملنې اړتیا ولیدل شي ترڅو چې ښار ته د درملني لپاره راوړل کیږي مریض یا رنزور د مرض له امله سا ورکړې وي.

وقايوي طب يوه بشپړه او اړینه طریقه د چې د روغتیا پوهانو لخوا پيژندل شوې ده او په خپل وخت خورا مهمه او د  درملنې د پام وړ څانګه ده، چې اهمیت  او ارزښت يې د نړۍ د بیلا بیلو طب پوهانو لخوا په ګوته شوی دی.

 روغتيا پوهان ټول په دې آند دي، چې د طب دا وقایوي څانګه تر هرڅه  ګټوره او د ښو پايلو لرونکې  ده.

زموږ لپاره اسلامي  ارشادات ورځې تر بلې د پراختیا په حال کې دي، په پلي کولو سره يې اسلامي امت ته هم خورما او هم ثواب حاصلېږي.

 مسواک چې په دوامداره استعمال ېې خوله پاکه ساتل کیږي ګټې ېې نړیوالو روغتیاپوهانو ته په ثبوت رسېدلي دي. په ظاهره عادي ښکاري خو په حقیقت کې د ټولو مرضونو مخه د خولې او غاښونو په پاکوالي سره نیول کیداې شي.

د خوراک پر مهال وړه ګوله کول، له زیاتو خوړو څخه ډډه کول، له حرامو څخه پوهیزکول، له نامحرمو ښځو سره له جنسي نږدیوالي څخه ځان ساتل، دا ټول د انسان دنیاوي او اخروي ژوند لپاره یوه وقایه ده چې د انسان بدن په هراړخیز ډول له مرضونوڅخه  پاک ساتي.

روغتیاپوهان وایي د خولې او غاښونو پاکوالی د سالم ژوند دوام دی، که خوله او غاښونه پاک ونه ساتل شي نو هرمرض په اسانۍ سره په بدن کې ځای موندلای شي.

که دغاښونو پاکوالي ته پاملرنه ونه شي د غاښونو په توروالي سره خوله بدبویي پیداکوي، غاښونه هم له منځه ځي او بیلابیل میکروبونه معدې ته داخلیږي، چې  ورسره انسان په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button