د سعودي ستر مفتي: ایرانیان د مجوسیانو اولادونه دي، دوی مسلمانان نه دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی

د سعودي ستر مفتي الاعظم الشیخ ایرانیان د مجوسیانو اولادونه وبلل،نوموړی وايي چې ایرانیان مسلمانان نه دي.

  د سعودي ستر مفتي دا خبرې د ايران ديني مشر آيت الله علي خامنه يي د هغو خبرو په غبرګون کې کړي دي، چې خامنه یی څو ورځې وړاندې په سعودي کې د تیر کال د حج په مراسمو کې د وژل شویو ایرانیانو په اړه ویلي وو، د سعودي سخت زړو چارواكو لاسونه په وينو ككړ دي.

خامنه یي د سعودي عربستان مشران واړه او سپک شیطانان وبلل او هغوی یې بې رحمه جنایتکاران، له خدایه بې خبره، فتنه اچوونکي، بې ایمانه او ګوډاګیان وبلل.

د مکه خبري اژانس تیره ورځ د مفتي الاعظم الشیخ له قوله ویلي دي چې د سعودي عربستان لوی مفتي د خامنه يي د پیغام په ځواب کې ویلي، چې د نوموړي څرګندونو حیران کړی نه دی ځکه چې ایرانیان د مجوسیانو اولادونه دي، ایرانیان مسلمانان نه دي، بلکې دوی له مسلمانانو سره ډیره پخوانۍ  دښمني لري.

 ویل کیږي، چې تېر کال د حج په دوران کې د ټیل ماټیل له امله  شاوخوا ۲۴۲۶ کسان وژل شوي و. په وژل شویو کسانو کې ۴۶۴ یې ایرانیان و.

سږ کال د ایران حکومت خپل اتباع سعودي عربستان ته د حج کولو څخه منعه کړل،  سعودي عربستان وايي چې ایران د دې لپاره چې اتباع یې حج ونه کړي، په لوی لاس له سعودي عربستان سره اړیکې خرابې کړي او د خپلو اتباعو د حج کولو مخه یې ونیوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button