(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۹) الماس خدرخېل
د ننګرهار د ولایتي شورا ځېنو وکیلانو او یوشمېر ولسي خلکو د نا امنۍ، د والي بې کفايتۍ او اداري فساد په وړاندې د اعتراض په ډول د شورا دروازه تړلې.
دوی وايي، په ننګرهار کې د نا امنۍ او فساد زیاتوالی، د والي بې کفايتي او ځېنې نور مسايل د دې لامل شول، چې د ولایتي شورا د روازه وتړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند وويل، چې په ننګرهار کې د ناامنۍ او فساد د مخنیوي په موخه يې په کراتو کراتو له مرکزي حکومت سره خبري کړي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
مومند وايي د يادو ستونزو د حل په موخه يې د ولايتي شورا دروازه تړلې.
د ولايتي شورا غړي جاوېد زمان وويل، چې د ولایتي شورا د روازه یې د نا امنۍ او فساد د زياتوالي په برخه کې د ولایتي ادارې د غلي پاتې کېدو په غبرګون کې وتړله.
جاويد زمان زياته کړه، چې په بار بار يې د ولسونو غوښتنې له ولايتي ادارې سره شريکې کړي خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې.
هغه په جدي توګه وويل، که د ننګرهار والي ولسمشر ته ډير اهل کار معلومېږي؛ نو له ځان سره دې مشاور کړي؛ خو د ننګرهار د ولسونو له اوږو دې نور دا بار لرې کړي.
دوی ګواښ وکړ که دولت یې بیاهم غوښتنو ته مثبت ځواب ونه واېي نو د ننګرهار ټول ولسونه به په یو اواز له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.
بل پلو د ننګرهار د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا چارواکي وایي د ستونزو د حل په موخه د شورا د دراوزي تړل ستونزې نه حلوي.
د ننګرهار ولایتي شورا په داسې مهال تړل کیږي، چې تردې وړاندې په ننګرهار کې یو شمېر قومونو او د مدني ټولنو غړو هم حکومت ته د والي د لرې کولو لپاره پنځلس ورځې وخت ورکړی و.


















