افغانستان له خپلې خاورې منځنۍ اسیا ته پر پاکستاني موټرو لاره بنده کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۹) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي، چې د پاکستان سوداګریزو موټرو ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له لارې خپل مالونه منځنۍ اسیا ته ولیږدوي.

ولسمشر اشرف غني ویلي دي، چې پاکستان د افغانستان سوداګریزو مالونو په ځانګړې توګه تازه مېوو ته له خپلې خاورې د تیریدو اجازه ورنکړه، نو افغانستان هم په پاکستان باندې منّځنۍ اسیا ته د تګ لارې وتړلې او اجازه به ورنکړي د افغانستان له خاورې سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته ولیږدوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته وویل، چې پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزو هڅو کې همکاري نه ده کړې چې د اسیا په څلورلاري بدل شي، بلکې پاکستان د افغانستان د تازه میوو پر مخ خپله پوله وتړله چې د افغانستان سوداګرو ته یې زیات تاوان ورسید.

مرتضوي زیاته کړه چې اوس افغانستان په وچه کې را ایسار هیواد نه دی او کولی شي په نورو بدیلو ترانزیتي لارو خپل سوداګریز مالونو ته بهرنی بازار پیدا کړي، ده وویل، افغانستان اوس د سیمې د هیوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې یو نښلوونکی هیواد دی او دوی په دې اړه فکر کړی دی.

د ولسمشر ویاند وویل، له نورو ګاونډیو هېوادونو سره همکاري روانه ده. اوس د افغانستان د سوداګرو پر مالونو بار چینایی رېل ګاډی د افغانستان شمال ته راورسېد او د افغانستان لویدیځ د رېل ګاډی پټلۍ له لارې ایران سره وصل شو او ټاکل شوې له ترکمنستان نه هرات او د فاریاب اقینې بندر ته د رېل پټلۍ پرانستل شي.

ویاند وايي، چې د افغانستا ټولو سرحدي بندرونو ته یې خبر ورکړی، چې د پاکستان سوداګریزو موټرو ته هیڅ ډول لاره ورنکړي.

 ښاغلي مرتضوي وویل، چې د افغانستا د هڅو سره سره پاکستان د واګې بندر د افغانستان د سوداګرو پرمخ وتړلو او کابل یې د ورته ګام په اوچتولو مجبور کړ.

هغه وویل، ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ دا موضوع د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اوین جینکینس سره له کتنې وروسته اعلان کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button