دنړۍ پای (شپږمه برخه)

لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)
۷- په انواعو او اقسامو سره د فتنو ظهور
دا داسې نښانه ده کومه چې په عصر حاضر کې ښکاره شوې او انسان په ډول ډول فتنو کې بيکاره ژوند تيره وي، په دغو فتنو باندې په يو نظر اچولو سره کوم څه چې مخته راځي په هغوی کې ځينې په لاندې ډول دي.
د بد نظري فتنه په دې دور کې ښه په زور سره روانه ده، سټلايټ ټي وي چينلونه، فحش ميګزين، د انټرنيټ بې حيا ويب سايټونه، ويډيو، د موبايل او کمپيوټري سيډيانو په ذريعه د فحش تصويرونو او فلمونو يوه بل ته ليږل، دا او دا ډول نورې بيشماره فتنې، کوم کس چې د الله تعالی ويره او د هغه تعظيم په ځای راوړي نو هغه دې دا پريږدي او ځان دې ترينه وساتي تر څو چې الله تعالی د ايمان حلوت ورته نصيب کړي.
همدا شان د حرام مال فتنه، سود، رشوت، د نشې خرڅون او د حرام لباس په تجارت سره چې کومې روپۍ ګټل کيږي، دا ټولې د همدې دور فتنې دي، د حرام مال خوړونکي دعا الله تعالی نه قبلوي او داسې خلکو ته يې ډير سخت وعيد اورولی دی، همدا شان حرام لباس فتنه ده خواه که په نرانو کې وي او که په ښځو کې، له دې څخه ځان ساتل ډير ضروري دي، په ننی زمانه کې فتنو داسې په کثرت سره زور کړی که چيرته کوم متقي انسان د پاک اوسيدلو کوشش وکړي نو هغه په خلکو کې اجنبي تر سترګو کيږي.
(الفتن) د فتنة جمع ده، په معنا د امتحان او ازمايښت سره ده، د هر مکروه او ناخوښ شي لپاره دا لفظ استعماليدلای شي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم له ډيرو داسې دردناکو فتنو څخه خبر ورکړی په کومو کې به چې په يوه مسلمان باندې حق ګډ وډ کړی شي، کله چې کومه يوه ظاهره شي نو مؤمن به وايي : دا فتنه زما د هلاکت باعث ده، بيا چې کله دا فتنه ورکه شي نو د هغې په ځای به بله دويمه فتنه راشي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل :
)قال بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا(
ژباړه :
د تورې شپې د فتنو له سيلابونو څخه وړاندې نيک اعمال وکړئ، يو سړی به د صبا په وخت کې مؤمن وي مګر له ماښام کيدو مخکې به کافرشي يا به د ماښام په وخت کې مؤمن وي مګر له صبا کيدو مخکې به کافر شي، انسان به د معمولي دنيوي فايدې په عوض کې خپل دين خرڅوي ([1] ).
د حديث معنا:
په دې حديث کې ترغيب دی چې د داسې وخت له راتلو مخکې په کوم کې چې نيک عمل کول بې حده ډير مشکل دي، نيک عمل وکړی، د پيوسته ظاهريدونکو او د مشغوليدونکو فتنو له دور څخه وړاندې کومې چې د تورې تيارې شپې په څير دي او سپوګمۍ په هغه کې نه تر سترګو کيږي، نيک اعمال په ځای راوړئ.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم د همدغو فتنو د شدت احساس په دې طريقه بيان کړی چې يو انسان به د ماښام په وخت کې مؤمن وي او له صبا کيدو د مخه به کافر شي، يا دا چې د صبا په وخت کې به مؤمن وي مګر له ماښام کيدو د مخه به کافر شي، دا به له دې امله کيږي چې فتنې به ډيرې غټې او دردناکې وي، د هغوی له امله به په انسان کې په يوه ورځ کې دا بدلونونه ظاهريږي.
)۸( د سټلايټ چينلونو ډيروالی
نن ورځ کم از کم ديارلس زره سټلايټ چينلونه له فضاء څخه نشريات کوي، کوم چې د فتنو او بدو کارونو د نشرولو ذريعه جوړه شوې، په تير شوي حديث کې د همدغو فتنو لور ته عمومي اشاره موجوده ده په کوم کې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي ؤ )بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل( ليکن په ځينې نورو احاديثو کې د همدغو چينلونو او د هغوی د بيکاريو لور ته نسبتا واضح اشاره هم پيدا شوې، امام ابن ابی شيبة په خپل مصنف کې په صحيح سند سره له حضرت حذيفة بن يمان رضی الله عنه څخه روايت ذکر کړی چې هغه فرمايلي ) لَيُوشِكَنَّ أَنْ يُصَبَّ عَلَيْكُمَ الشَّرُّ مِنَ السَّمَاءِ حَتَّى يَبْلُغَ الْفَيَافِيَ( ([2] ) له ما سره ويره ده چې پر تاسو باندې له آسمان څخه شر نازل شي کوم به چې تر ( فيافي) پورې ورسيږي، وی وئيل ابو عبد الله ! دا (فيافي) څه شی دی؟ هغه ورته وويل : شاړې او بې خبره زمکې.
د عربو په لغت کې د (السماء) لفظ د هر هغه شي لپاره ويل کيږي کوم چې پر انسان له پاسه وي، د لغت په مشهور کتاب (لسان العرب) کې دي : سماء هر هغه شي ته ويل کيږي کوم چې بلند وي او پر تاسو يې سيوری کړی وي ([3] ).
ټي وي د هر هغې فتنې، ناوړه اخلاقو او د لهو لعب استقبال کوي کوم چې له مصنوعي سيارې نه ټي وي ته رارسيږي حتی چې نن صبا خو په ځنګلونو او سحراؤ کې خيمې هم له همدغې فتنې څخه محفوظې نه دي.
)۹( د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ سفين په باره کې پيشنګوئي
د قيامت په نښانو کې هغه جنګونه او معرکې هم شاملې دي د کومو په باره کې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی، خواه دغه جنګونه د مسلمانانو او کافرانو تر مينځ وي يا په خپله د مسلمانانو په مينځ کې وي، د مسلمانانو په مينځ کې له جنګونو څخه يو جنګ سفين هم دی، کوم چې د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت څخه وروسته د حضرت علي او حضرت معاويه رضی الله عنها فوځونو په مينځ کې په سنه ( ۳۶ هجري) کې وشو.
حضرت ابوهريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : )لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَقْتَتِلَ فِئَتَانِ عَظِيمَتَانِ يَكُونُ بَيْنَهُمَا مَقْتَلَةٌ عَظِيمَةٌ ودَعْوَتُهُمَا وَاحِدَةٌ(.
ژباړه : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې دوه غټې ډلې په خپل مينځ کې جنګ سره ونکړي، د دوی په مينځ کې به د قتل او خونريزي يوه لويه معرکه برپا کيږي، سره له دې چې د دواړو ډلو دعوه به هم يوه وي ([4] ).
تنبيه : د صحابه کرامو رضی الله عنهمپه مينځ کې د پيدا شوې فتنې په باره کې د اهل السنت موقف.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم صحابه عام بشر دي، له هغوی رضی الله عنهمڅخه هم هغه کارونه کيدلای شي کوم چې له عامو انسانانو څخه صادريږي، هغوی اجتهاد هم کوي، خطائي هم پکې واقع کيږي، د هغوی په مينځ کې تکرار هم کيږي او کله کله خبره تر جنګ هم رسيږي، د ټولو اهل السنت په دې خبره اتفاق دی چې صحابه کرام رضی الله عنهمله تمام مخلوق څخه نيک، صالح او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سيرت او سنت ته ډير نږدې دي، د صحابه کرامو رضی الله عنهمتر مينځ چې کوم اختلافات واقع شوي، د هغوی په باره کې د اهل السنت متفقه موقف دا دی چې په مشاجرات صحابه ؤ باندې مکمل خاموشي اختيار کړل شي، په هغوی کې د هيڅ کوم صحابي په باره کې بايد څه ونه وئيل شي، د هغوی تر مينځ د جنګونو موضوع بايد د ځانونو لپاره بحث جوړ نه کړل شي،يواځې بايد هغوی ته نظر وکړل شي نشر او اشاعت يې ونه شي، د هغوی جنګونه د عوام الناس په مينځ کې د پورته کيدو او د امت په مينځ کې د فتنو د سر راپورته کيدلو باعث جوړيږي او د خلکو په زړونو کې د صحابه کرامو رضی الله عنهمپه باره کې سوء ظن پيدا کيږي.
د نجات موندونکی ډلې اهل السنت مسلک دا دی چې د صحابه کرامو رضی الله عنهمپه باره کې ژبې بندې کړل شي او د ټولو احترام وکړل شي.
[1] صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۱۸.
[2] – المصنف لابن ابی شيبة : ۱۵/ ۱۱۰.
[3] – لسان العرب، مادة : سما.
[4] – صحيح البخاری، الفتن، حديث : ۷۱۲۱، صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۱۵۷، بعدالحديث : ۲۸۸۸.



