حکمتيار سره د سولې تړون ښايي نن يا سبا لاسليک شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل
حزب اسلامي ته نېږدې سرچېنې وايي، چې د حکومت او حزب اسلامي د استازو تر منځ تړون به نن يا سبا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسليک شي.
د ګلبدين حکمتيار ځوی حبيب الرحمن حکمتيار په خپله فسبوک پاڼه تېره ورځ ليکلي چې: ((پس له ډیرو بحثونو بلاخره د سولې د مسودې پر ټولو مادو موافقه وشوه او دواړو لورو پرې اتفاق وکړ او همداسې د دواړو له لورو توافق شوی، چی ان شاالله سبا ته رسمي اعلان شي)).
تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده، چې نوموړی تړون به د سولې د عالي شورا سره لاسليکيږي که د اشرف غني لخوا به لاسليکېږي.
تر دې وړاندې د سولې عالي شورا مرستیال او د حزب اسلامي مرکچي خبر ورکړی و، چې د حزب اسلامي سره د سولې تړون به ولسمشر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.
د سولې د دغه مادو لرونکي تړون له مخې به حزب اسلامي د ګډحکومت سره جګړه پای ته رسوي، اساسي قانون به مني او د القاعده په شمول به له جهادي ډلو سره اړیکې پرې کوي.
په مقابل به کې به ګډ حکومت د حزب اسلامي جنګیالي بخښي او ټول بندیان به یې له زندانونو خوشې کوي اوکابل کې به ورته دفترونه او د اوسېدو ځایونه ورکوي.
د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب پلاوی له څو میاشتو راهیسې کابل ته څو ځله د سولې په موخه تګ راتګ وکړ خو بې نتيجې به پای ته رسېدو، چې بالاخره بيا د سولې خبرې د حکمتيار د ځوی له خوا په خپله فسبوک پاڼه کې روښانه شوې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ایسوشیټډپریس خبري اژانس ته بیا په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي و، چې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ مذاکرات په کلي ډول د سولې په بهیر هېڅ اغېز نه غورځوي ځکه د نوموړي په باور د حزب اسلامي ډیری غړي اوس هم د حکومت برخه دي.



