دقربانۍ اختر

س- سیرت
راغی لوی اختر د قربانۍ اختر
دی د څوبې غمو د خوښۍ اختر
څوک چې د وطن په یاد ژړیږي تل
نه دی د هغو د سوکالۍ اختر
خوښ نه دي هغه چې دردېدلي دي
دی د بې دردانو د سیالۍ اختر
هروخت د سرونو قرباني کوو
دادی په ټول کال د قربانۍ اختر
ټول به ېې په نمجنوسترګو ولمانځي
دا د بمباریو، بې کورۍ اختر
هغه چې بې کفنه سره په وینوشول
څنګه به یې وکړي کورنۍ اختر
دربه کړي سیرت مبارکي درته
شوکه یوه ورځ دازادۍ اختر



