طالبانو د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو ویډیويي فلم نشر کړ

طالبانو په یو نشر شوي ویډیويي فلم کې د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو عملیات نشر کړي دي.
طالبانو ویلي، چې ددوی فرهنګي کمیسیون د منبع الجهاد سټوډیو له لارې د جاني خیلو د فتحې په نامه نوی ویډیويي فلم نشر کړی دی، چې په کې یې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ دنیولو لپاره د طالبانو تیاری، بریدونه، نیول شوې پوستې او همدارنګه د نیول شویو ام بي ټانګونو او رینجر موټرو له یو شمیر وسلو او مهماتو سره نوی فلم خپلو مینه والو ته وړاندې کړی دی.
د طالبانو دا ویډیويي فلم نږدې ۳۹ دقیقې دی، چې پیل یې د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره شوی دی، وروسته یې په مقدماتي خبرو کې د د جهاد اړتیا اورزښت باندې لنډه رڼا اچول شوې ده.
په ویډیو کې د جاني خیلو ولسوالۍ دنیولو عملیات او ځینې نورې صحنې ښودل کیږي، دې ویډیو ته فقیر محمد درویش، مولوي محمد امین حیدري او عبدالحکیم سجاد ترانې ویلي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ويډیو دکتلو او ښکته کولو لپاره له لاندې لینکونو څخه استفاده کولای شئ.

 

https://archive.org/details/PaktiaJaniKhelDesitrictOperation1GBHDFileFile

 

https://www.youtube.com/watch?v=28ztcI7lMS8

 

https://www.youtube.com/watch?v=28ztcI7lMS8

https://archive.org/details/PaktiaJaniKhelDesitrictOperationMobileQuality

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button