جرمني ۴۰ زره کډوال بېرته افغانستان ته لېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۱) الماس خدرخېل
د اسيايي هېوادونو يو شمېر وګړي د جګړو، ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله غواړي اروپايي هېوادو ته ولاړ شي او هلته پناه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د مالوماتو له مخې زیات کډوال جرمني ته د پناه اخيستلو لپاره روان دي.
د جرمني رسنيو د راپور له مخې، دغه هيواد به لږ تر لږه ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي.
تېره ورځ په جرمني کې د بيلد ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د افغانستان او جرمني حکومتونو تر منځ هغه د موافقې له لاسليک وروسته لومړني هغه افغان کډوال خپل هيواد ته ستنوي چې په دغه هيواد کې يې پناه غوښتنليکونه درې ځلې رد شوې وي.
د ورځپانې په وينا، چې جرمني هيواد به افغان پناه غوښتونکي په چارتر الوتکو کې خپل هيواد ته ولېږي.
په جرمني کې لږ تر لږه نه اويا زره ۴۵۹ تنو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده، چې سم نيمايي يې بېرته خپل هيواد ته ستنوي.



