۲۰۲۱ کې بې ډرېوره ګاډی بازار ته راوزي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۱) الماس خدرخېل
په امريکا کالفورنيا کې د يو لړ مراسمو پر مهال د ګاډو توليدونکي فورډ شرکت مشر مارک فيلډز ويلي دي، چې په ۲۰۲۱ کال پورې به بازار ته داسې پرېمانه ګاډي وړاندې کړي، چې خپله به ګرځي او سټېرينګ به هم نه لري.
مارک فيلډز وايي، چې دوی به د ګاډو اړوند تکنالوژۍ برخه کې پانګونه دوه برابره کړي.
ښاغلي فیلډز رسنيو ته وویل:”تاسې تصور کولای شئ، د داسې یوه ګاډي تجربه چې کنترول یې تاسې و نه لرئ، د یوه لوی بدلون په معانا دي. موږ د دغه ګاډي تجربه ځکه کول غواړو، چې چلوونکي وکولای شي د ګاډي چلولو پر مهال کوم بل کار وکړي او یا هسې ساعت تېری وکړي.”
هغه وويل وروسته به د دغه ډول خپل سرو موټرو د توليد کچه لوړه شي.
ماهرین د دغه ډول ګاډي د بریالیتوب په اړه لا هم یوه خوله نه دي.



