شړۍ هم له پچیري ورکه، او پټ هم پچیری ګرځي

ډاکټر آصف
د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یو کلی دی چی پچیر نوم لري چې اوس ورنه ولسوالي هم جوړه شوې ده، ویل کیږي چې په دې کلي کې پخوا ځینې ډیر ساده خلک موجود وو، چې د سادګې نا اشنا قیصی ورنه خلکو ته پاتې دي او خلک یې د ضرب المثل په حیث استعمالوي، دا چې پچیر په خوګیاڼیو کې تر ټولو یخه او سړه سیمه ده، وایی چې یوه ورځ له یوه پچیري نه شړۍ ورکه شوه چې هر څومره یې ولټوله او له خلکو یې پوښتنې وکړې چې زما شړۍ ورکه ده خو پیدا نه شوه، نو آخر خلکو به ورته ویل چې هلکه ته درواغ وایی، شړۍ درنه ورکه نه ده بلکه حتما دې په چا خرڅه کړې ده کنه نو څنګه نه پیدا کیږي؟ هسې خلکو ته بهانې کوې چې شړۍ مې ورکه ده. دا خبره به خلکو هره ورځ د مسجد په پنځه وخته لمانځه کې ورته وریادوله، تر دې چې نوموړي له خلکو نه نور پوزې ته راغی، او بالآخره مجبور شو چې نور له خلکو سره له مخامخ کیدو نه ځان وساتي، ځکه چې شړۍ یې هم ورکه ده او خلکو ورته د هره ورځ د یادولو او خرڅولو پیغورونه هم ورکول، خو چې څه موده تیره شوه نو سړی تری تم شو، خلک نور په ده پسې ګرځیدل چې هلکه هغه فلانی نه ښکاري، خو چې چا به چیرته ولیدو نو پچیري به منډې کړې او په کوم پټنځای کې به یې ځان پټ کړ، آخر خلکو ویل چې شړۍ هم له پچیري ورکه ده او پټ هم پچیری ګرځي.
اوس چې د ښاغلي حکمتیار صیب حالت ته وګورو نو کټ مټ د پچیري په حالت کې قرار لري، سوله هم کوي او پټ هم ګرځي، څوک وایی کابل ته داخل شوی، څوک وایی سرینا هوټل کې دی، څوک وایی د سباوون کور ته یې ځان رسولی او کله کله پخپله بیا وایی چې زما څرګندیدو ته ضرورت نشته مهمه داده چې د سولې تړون لاسلیک شي، خیر که زه هر وخت راڅرګند شوم، کله وایی چې زه به ډیر زر په کابل کې راڅرګند شم، همغه د پچیري کیسه ده، څوک وایی د اختر لمونځ به په ارګ کې وکړي، وطن هم د ده اشغال شوی، په دین یې لوبې کیږي لګیا دي، د اسلامي نظام د راوستو لپاره يې پوره ۴۰ کاله مبارزه هم کړي او ډیری منډې ترړې یې هم وهلي، په ملیونونو خلک یې هم په دې لاره کې قرباني کړي، د دوه جهادونو سالار هم ورته ویل کیږي، دا ادعا هم کوې چې لومړی جهاد د کمونستانو او روسانو پر خلاف هم ده پیل کړی او د امریکایانو پر خلاف لومړی جهاد هم همده پیل کړی او حزبیان هم ورته په مطبوعاتو کې همدغه رتبه ورکوي چي: د دوه جهادونو قاید، نو بیا د پچیري په شان پټ پټونی د څه لپاره؟ او ولې؟ د دوه جهادونو قاید هم دی، مبارزه یې هم کړې مهاجرتونه یې هم کړي، له ایران نه هم ګیله من راستون شوی، له پاکستان نه هم ګیلې لرې چې په افغانستان کې مداخله کوي بلخوا ځامن یې هم تر اوسه په پاکستان کې د خپل پلار پیښې کوي، کله وایی زه په غرونو کې یم ، کله وایی امریکایان مې دومره څنګه ته تیر شول چې ما لیدل او ما یې خبرې اوریدې خو په لاس کې مې وسله نه وه کنې نو غازی شوی به وم پرې ، کله وایی بې پیلوټه راباندې توغندویی برید وکړ او په لږ څه کې بچ شوم، کله وایی زه د ورځې دومره مطالعه کوم، ما دومره کتابونه لیکلي، د دومره خلکو لیکونو ته مې ځوابونه ویلي دي، کله وایی تر څو چې یو بهرني فوځی هم په افغانستان کې وي زما وسله واله مبارزه به دوام کوي کله وایی دا حکومت لاسپوڅی دی کله وایی، اسلامی جمهوریت دی او اوس وایی چې ۹۰٪ فیصده بهرني سرتیري له افغانستان نه وتلي نو ځکه ما سولې ته سر ټیټ کړ، که څوک مبارزه په پټه کوي خو دا یو مجبوریت دی اما سوله چا په پټه کړې؟ یو متل دی چې وایی فلانۍ مستې هم خرڅوې او مخ هم پټوي، څوک چې سوله کوي نو هغه باید په ډانګ پیلي ډول وي نه په پټ پټونی ډول، حزبیان ټول ښکاره دي کابل ته ځی او راځي تر دې چې زوی يی حبیب الرحمن هم کابل ته ولاړ خو حکمتیار صیب لا هم پټ دی. شړۍ هم له حکمتیار صیب نه ورکه ده (چې سوله ده) او پټ هم حکمتیار صیب ګرځي.



